پاکستان د حافظ سعید د خیریه موسسو فعالیت ازاد کړ

د جماعت الدعوه مشر حافظ محمد سعید

د پاکستان د یوې سخت دریځه ډلې د مشر حافظ سعید دوه خیریه موسسې چېملگرو ملتونو د ترهگرو ډلو په لست کې شاملې کړې وې، اوس کولی شي چې په په آزاده فعالیت وکړي هیڅ ډول بندیز پرې نشته.

د پاکستان پخواني جمهور رئیس، ممنون حسین د ٢٠١٨ کال په فبرورۍ کې د حافظ سعید د دوه موسسو جماعت الدعوه او فلاح انسانیت فعالیت منع کړ. د پاکستان جمهور رئیس دغه پریکړه د ملگرو ملتونو د پریکړه لیک په اساس کړې وه.

خو دغه امر وروسته له هغې ناکام شو چې ښاغلي سعید د پاکستان په عالي محکمه کې د خپلو موسسو د فعالیت د بندیدو او د جمهور رئیس د امر د لغوه کیدو په اړه د پارلمان رایه وغوښته.

د حافظ سعید د دوو خیریه موسسو جماعت الدعوه او فلاح انسانیت فعالیت پدې خاطر بیرته ازاد شو چې د پاکستان د جمهور رئیس له لورې پرې د لگول شوي بندیز موده پرته له دې چې پارلمان ته وړاندې شي ختمه شوه.

د رپوټونو له مخې جماعت الدعوه د لشکر طیبه د جهادۍ ډلې سره تړلې ډله ده. لشکر طیبه په هندي کشمیر کې د هند د پوځ په ضد جنگیږي. په لشکر طیبه دا تور هم دی چې د ٢٠٠٨ کال د ممبای په حملو کې یې لاس درلود چې ١٦٦ تنه په کې وژل شوي وو.

امریکا حافظ سعید د نړیوالو ترهگرو په لسټ کې شامل کړیدی او د هغه په نیولو یې د لسو ملیونو امریکایي ډالرو انعام ایښې دی. خو سعید وایي چې دغه تورونه بی اساسه دي. له بلې خوا د پاکستان عالي محکمې هغه ته اجازه ورکړه چې ازاد وگرځي.

ښاغلي سعید یو څه موده په پاکستان کې بندي و، خو د پاکستان عالي محکمې هغه ته اجازه ورکړه چې ازاد وگرځي. له بند نه د سعید خوشې کیدو د سیال هیواد هند او د امریکا د متحده ایالاتو سره ددې هیواد اړیکې نورې هم خړې پړې کړې دي.