د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستانۍ 'ترهگره ډله' ټاکنو کې گډون کوي


حافظ سعید په لاهور کې یوې مظاهرې ته د وینا پر وخت
حافظ سعید په لاهور کې یوې مظاهرې ته د وینا پر وخت

یوه پاکستاني اورپکې ډله چې چې د امریکا د متحده ایالاتو له خوا د بهرنیو ترهگرو سازمانونو په لست کې شامله کړای شوې، د چهارشنبې په ورځ وویل چې د پاکستان په راتلونکو ټاکنو کې دریږي.

د پاکستان د ملي مسلم لیگ گوند واک د حافظ سعید په لاس کې دی. د امریکا متحده ایالاتو د سعید پر سر ١٠ میلیونه ډالر انعام ایښی دی.

ددغې ډلې رئیس صفي الله خالد په کراچۍ کې د خپل گوند د یوې اعلامي د لوستلو پر وخت ویلي چې "ملي مسلم لیگ به په بشپړه توگه د ٢٠١٨ کال په ټاکنو کې برخه واخلي او په ټول پاکستان کې به کاندیدان ولري".

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ د ملي مسلم لیگ گوند د لشکر طیبه د ترهگر سازمان متحد وگاڼه هغه ډله چې د هند د ٢٠٠٨ کال په مرگوني برید تورنه ده.

ښاغلي خالد ویلي دي چې "مونږ په څرگنده وایو چې د امریکا اعلانونه به په هیڅ قیمت زمونږ سیاسي فعالیت بند نکړي".

حافظ سعید د ملي مسلم لیگ د گوند بنسټ ایښونکی دی چې د امریکا له لورې د ترهگرو په لست کې شامل شوی دی او متحده ایالات او هند یې د ممبای د ٢٠٠٨ کال په څلور ورځني برید کې په لاس لرلو تورنوي چې ١٦٦ کسان په کې ووژل شول. سعید په وار وار دغه تور رد کړی دی.

د سعید تصویرونه او پوسترونه د پاکستان په دوو عمده ښارونو کې د تیر کال په انتخاباتي کمپاین کې ځړول شوي وو. که څه هم چې دغه گوند د پاکستان د انتخاباتو د کمیسیون له خوا په ټاکنو کې له گډون منع شوی و، خو دغه پریکړه د پاکستان محاکمو رد کړې ده.

ښاغلي خالد ویلي چې گوند به یې انتخاباتو ته راجستر شي او په راتلونکې کې به یو ستر ملي گوند اوسي. هغه د امریکا په تصمیم باندې انتقاد وکړ او هغه یې د بشري حقونو مخالف کار او د پاکستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وگڼله. هغه دا هم وویل چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دې د محکمې په وړاندې شواهد وړاندې کړي.

له بلې خوا د امریکا، ملگرو ملتونو او نړیوالو تاسیساتو له لورې تر فشار وروسته پاکستان په تیر دسامبر کې د حافظ سعید د خیریه موسسو د "نیولو" لپاره یو پټ پلان طرحه کړ. سعید ددې پلان پر ضد محکمې ته مراجعه کړې ده.

له بند نه د سعید خوشې کیدو د سیال هیواد هند او د امریکا د متحده ایالاتو سره ددې هیواد اړیکې نورې هم خړې پړې کړې دي.

XS
SM
MD
LG