چین: په افغانستان کې له هر ډول نفوذ او بهرنۍ مداخلې سره مخالف یو

د چین حکومت د چهار شنبې په ورځ اپریل ۱۲ (وري ۲۳) د افغانستان په اړه د بیجینګ موقف اعلان کړ او ویې ویل، هیله من دی د افغانستان "موقت حکومت" د ښځو، ماشومانو او قومي ډلو په ګډون د ټولو خلکو د اساسي حقونو او ګټو ساتنه وکړي او د نړیوالې ټولنې د توقعاتو په اړه فعالانه کار وکړي.

په افغانستان کې د چین سفارت د یوې اعلامیې خپرولو سره ژمنه کړې چې چین د افغانستان خپلواکي، حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري او هیڅ وخت به د یاد هیواد په کورنیو چارو کې مداخله ونکړي، په افغانستان کې به ځان غوښتونکي ګټي ونه لټوي او نه به هم د نفوذ کولو هڅه وکړي. خو چین زیاته کړه چې په افغانستان کې د هر ډول بهرنۍ مداخلې او نفوذ مخالف دی.

چین همدارنګه زیاته کړې ده چې بیجینګ په افغانستان کې له معتدلې او معقولي حکومتولۍ څخه ملاتړ کوي‌ او هیله لري چې په افغانستان کې همه شموله سیاسي سیستم رامنځ ته شي، معتدلې بهرنۍ پالیسي ګانې جوړې کړي او له ټولو هیوادونو په خاص دول له ګاونډیو هیوادونو سره دوستانه تعامل وکړي.

د بیجینګ په دې نوې موقف کې همدارنګه راغلي چې بیجینګ به په دوامدار ډول د افغانستان له بیارغونې او پراختیا، اقتصادي پرمختګ، تجارتي همکاریو، پانګونو او کرنې په برخو کې مرسته ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې غربي هیوادونه چین د سیمې په هیوادونو کې د پانګونو او پورونو د ورکړې له لارې په نفوذ کولو تورنوي.

چین ویلي دي چې د "یو کمربند یوې لارې" په پروژه کې د افغانستان له ګډون او له سیمه ایز اتصال او اقتصادي همکاریو څخه د افغانستان له ادغام څخه ملاتړ کوي.

له ترهګرۍ سره مبارزه

چین په افغانستان کې د ترهګرو ډلو له شتون څخه د اندیښنې په ښودلو ویلي دي چې له ترهګرۍ سره به د مبارزې په برخه کې له کابل څخه په قاطعیت ملاتړ وکړي.

د یاد سفارت په اعلامیه کې راغلي چې (( د شرقي ترکستان اسلامي غورځنګ)) یو تروریستي سازمان دی چې په افغانستان کې یې جنګیالي د چین امنیت ته جدي ګواښ متوجه کوي.

چین ویلي، هیله من دی چې افغانستان په دې اړه په خپلو ژمنو عمل وکړي او د شرقي ترکستان د اسلامي غورځنګ په ګډون د ترهګرو د ځپلو لپاره موثر اقدامات وکړي.

چین همدارنګه ویلي دي چې کابل دې د یاد هیواد او نورو هیوادونو د وګړو، تاسیساتو او پروژو امنیت تضمین کړي.

د ۲۰۲۲ میلادي‌ کال په ډسمبر میاشت کې په کابل ښار کې د "لانګان" په نامه پر یو هوټل د برید له امله چې چینایي اتباع پکې اوسیدل، درې کسان ووژل شول او ۲۱ نور ټپیان شول. له دې برید درې ورځې وروسته، چین له افغانستان څخه د خپلو اتباع و وتلو امر وکړ.

دا مطلب هم ولولئ طالبان: پر 'لانګان' هوټل او کابل هوايي ډګر د بریدونو طراحان ووژل شول

بیجینګ ویلي دي چې افغانستان د ترهګرۍ اړوند له پراخو امنیتي مشکلاتو سره مخ دی او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې په کار کې له یاد هیواد سره خپله همکاري زیاته کړي.

یاد هیواد همدارنګه تور پورې کړی چې متحده ایالاتو د افغانستان د شتمنیو په کنګل کولو او د یو اړخیزو بندیزونو په وضع کولو سره، ستر بهرنۍ فکټور دی چې په یاد هیواد کې د بشري وضعیت د ښه کیدو وړاندې خنډ رامنځ ته شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې متحدو ایالتونو تل د افغانستان له خلکو سره په خپلو ژمنو ټینګار کړی دی.

د چین د سفارت په اعلامیه کې ویل شوي چې بیجینګ په افغانستان کې له نشه یي توکو سره د مبارزې ملاتړ کوي او تمه لري چې یاد هیواد هم د نشه یي توکو د کښت، تولید او قاچاق په وړاندې جدي اقدامات وکړي.

چین یو د ګوتو په شمار یو له هغو هیوادونو دی چې واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته یې په افغانستان کې خپل سفارت پرانیستی پریښی او په بیجینګ کې هم د افغانستان سفارت د څه وخت راهیسې د طالبانو له خوا اداره کیږي.

له دې مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي ویلي وو چې چین د یادې ډلې د حکومت په بهرني سیاست کې مهم ځای لري.

دا مطلب هم ولولئ متقي: چین د طالبانو حکومت بهرني سیاست کې مهم ځای لري

افغان شنونکي په دې باور دي چې چین له طالبانو سره په تعامل کې، په افغانستان کې د خپل منفعت په لټه کې دی او غواړي د افغانستان د لویو کانونو په استخراج کې اساسي ونډه ولري.

د طالبانو حکومت تر اوسه د امو سیند د حوزې د نفتو د استخراج قرار داد چې سرپل، جوزجان او فاریاب ولایتونه پکې شامل دي، له یو چینایي شرکت سره لاسلیک کړی دی.