چین د پاکستان د کراچۍ په ښار کې د برقي موټرو فابریکه جوړوي

د چین د برقي موټرو جوړولو یو شرکت پلان لري چې د پاکستان د کراچۍ په ښار کې د دې موټرو یوه نوې فابریکه پداسې حال کې جوړه کړي چې پاکستان د برښنا له کموالي د ستونزو سره مخ دی.

د BYD چینیايي شرکت ویلي چې په پاکستان کې د برقي موټر جوړولو د تولیدي فابریکې تر څنګ به د میګا موټرز په نامه شرکت سره په پاکستان کې د دریو ډولو برقي موټرو پلور هم پیل کاندي.

دا لومړی ځل دی چې د برقي موټرو یو شرکت په پاکستان کې د دې موټرو د تولید لپاره کار خانه جوړوي.

د آسیا آرام سمندر سیمو لپاره د BYD شرکت عمومي مدیر لیو شیولیانګ په یوې اعلامیې کې ویلي چې په پاکستان کې د فابریکې جوړیدو هدف پدې هیواد کې خلکو ته یوازې د پرمختللو موټرو راوړل ندي بلکې " د چاپیریالي مسؤلیت او ټکنالوژۍ نوښت لپاره د پراخې نظریې پیدا کول دي".

دا شرکت همدارنګه پلان لري چې د کراچۍ په ښار کې د موټرو جوړولو فابریکې تر څنګ د لاهور، اسلام آباد او کراچۍ په ښارونو کې د همدې موټرو د تجربې کولو درې مرکزونه او د پلور دکانونه پرانیزي.

BYD وایي پلان لري چې د روان ۲۰۲۴ کال تر پایه درې ډوله غټو او وړو موټرو پلور په پاکستان کې پیل کړي.

میګا موټرز په پاکستان کې د موټر جوړولو تر ټولو ستر شخصي شرکت دی. د دې شرکت اجرائیوي مشر کامران کمال د رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د چینایي شرکت لخوا په پاکستان کې د برقي موټرو جوړولو پریکړه پدې هیواد کې "تاریخي پانګه اچونه" ده.

هغه زیاته کړه چې د پلان له مخې به دا شرکت په ۲۰۲۶ کال کې خپل فعالیت په پاکستان کې پیل کاندي.

ښاغلي کمال همدارنګه ویلي چې دوي پلان لري د پاکستان په غټو ښارونو او لویو لارو کې به د برقي موټرو د چارج کولو لپاره مرکزونه جوړ کړي.

د BYD شرکت پداسې حال کې په پاکستان کې د برقي موټرو جوړولو د فابریکې خبر ورکوي چې پدې هیواد کې پدې تیرو څو میاشتو کې څو ځله په چینایي اتباعو بریدونه وشول.

په جولای میاشت کې هم یوه ځانمرګي برید کوونکي د پاکستان په کوهستان سیمه کې د چینایي کارګرانو پر یوه موټر په برید کې نهه کارګران او درې پاکستاني ساتونکي ووژل. دا کسان د اوبو یوه بند ته چې د چین له خوا تمویل شوی دی، پر لار وو چې برید پرې وشو. دا په پاکستان کې د چینایي اتباعو د وژل کیدو ستر رقم وو.

تر دې برید وروسته چین په خپل اوږدمهاله متحد پاکستان فشار واچاوه چې په هغه هیواد کې د چینایي اتباعو امنیت تامین کړي.

چین د خپل "یو کمربند او سړک" د نوښت په چوکاټ کې د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز د پروژې له لارې په پاکستان کې په میلیاردونو ډالر پانګونه کړې ده.

په ۲۰۲۱ کال کې یو بس چې د بریښنا همدې بند ته یې انجینران لیږدول، په ځای په ځای شوي ماین برابر شو او پکې د نهو چینایانو په ګډون ۱۳ تنه ووژل شول.

تېر کال په اګست کې د پاکستان د ګوادر په ساحلي ښار کې پر چينايي انجنيرانو برید شوی و، خو چين ويلي وو په بريد کې چينايي وګړو ته مرګ ژوبله نه وه ‏اوښتې.‏

له دغې وړاندې د مۍ په میاشت کې د پاکستان په کراچۍ کې پوليسو وویل چې پر یو چينايي شرکت باندې ترهګریز برید یې شنډ ‏کړی، یو بریدګر یې وژلي بل ورڅخه په تېښته بریالی شوی دی.

د ۲۰۲۲ په اپریل کې د کراچۍ پوهنتون د چينايي ژبې او کلتور د زده کړو څانګې (کنفوشيس انسټيټيوټ) باندې په ځانمرګي بريد کې درې چينايي استادان او د هغوی پاکستانی موټر چلوونکي وژل شوي وو.‏