د لاس رسي وړ اتصالات

چین مخ په ودې هېوادونو کې استبدادي حکومتدارۍ ته وده ورکوي - راپور


ولسمشر شي جین پینګ له افریقايي‌ مشرانو سره
ولسمشر شي جین پینګ له افریقايي‌ مشرانو سره

په واشنګټن کې د یو څېړنیز مرکز راپور وايي، چین د افریقا او لاتینې امریکا په یو شمېر هیوادونو کې د چارواکو لپاره داسې سیمینارونه او روزنیز پروګرامونه جوړ کړي چې هدف یې د خپل واحد ګوند سیستم او د ولسمشر شي جین پینګ نړیوال لیدلوري ته وده ورکول دي.

د شي جين پينګ د واکمنۍ مرکزي ټکی د "يو کمربند او يوې لارې" په نوم ستره زيربنايي پروژه بلل کیږي چې له مخې یې چين د خپل نفوذ د پراخولو لپاره مخ پر ودې هېوادونو ته پورونه ورکوي.

د اتلانتیک شورا په راپور کې چې د پنجشنبې په ورځ جون ۱۳ (غبرګولي ۲۴) خپور شو، د واحد ګوند واکمنۍ او د شي جین پینګ لیدلوري ته په افریقا، لاتینې امریکا او د نړۍ په نورو برخو کې د "يو کمربند او يوې لارې" د پروژې د شریکانو د هڅولو لپاره د چین د هلو ځلو په اړه توضیحات وړاندې شوي او په دې لړ کې یې د چین د سوداګرۍ وزارت له لورې خپاره شوي سلګونه اسناد څېړلي دي.

ددې راپور لیکوالې نیوا یاو ویلي، په دې اسنادو کې "په روښانه توګه [د چین] د استبدادي واکمنۍ طریقه د بریالي پرمختګ د نقشې د مرکزي ټکي په توګه ښودل شوې چې نور یې تقلید کولی شي."

د چین له لورې په جوړو شویو پروګرامونو کې یو هم "د چین د حکومتدارۍ د سیستم د نړیوال نفوذ د پراخولو" په هدف د پرمختلونکو هېوادونو د ولسمشرۍ سلاکارانو او د کابینې غړو ته انلاین سیمینار و.

په راپور کې د چین د سوداګرۍ وزارت د اسنادو له مخې ویل شوي، چې د ۲۰۲۱ په جون کې جوړ شوي یو سیمینار کې هڅه شوې چې "د ملي حکومتدارۍ په اړه د ولسمشر شي جین پینګ فکر، د چین اوسنی سیاسي سیستم، سیاسي ژوند او د بنسټیزو پالیسیو لپاره د تصمیم نیولو د پروسې ځانګړتیاوې معرفي شي."

په سیمینار کې، د کوویډ-۱۹ وبا په جریان کې، چې د نړۍ په کچه یې په میلیونونو انسانان غېزمن کړل، د "ټولنیز تحرک او مدیریت" په برخه کې د چین هڅې روښانه شوي او ستایل شوي دي.

د چین یو بل روزنیز پروګرام چې د افریقایي هېوادونو د ښارجوړونې د چارواکو لپاره جوړ شوی، د بیجینګ د څارنې په پراخ سیستم باندې تمرکز کوي.

د راپور له مخې، د یو سند په حواله، په دې روزنیز پروګرام کې ګډون کوونکي په ښارونو کې د "معلوماتي ټیکنالوژۍ له لارې د عامه خوندیتوب" اداره کولو ته هڅول شوي دي.

چین په نړۍ کې د هغو هېوادونو په کتار کې بلل کیږي چې وګړي یې تر سخت نظارت لاندې ژوند کوي او منتقدین وايي چې د مخ پیژندنې ټیکنالوژي په پراخه کچه د پولیسو له فعالیتونو نیولې تر سیاسي کنترول پورې په هرڅه کې کارول کیږي.

د بېجينګ د بهرنيو چارو وزارت د جمعې په ورځ د فرانس پرس د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: "چين تل د ټولو هغو هېوادونو د خلکو درناوی کړی چې په خپلواکه توګه د خپل پرمختګ لارې او ټولنيز نظامونه غوره کوي."

د وزارت په بیان کې زیاته شوې: "موږ هیڅکله خپله لاره یا نظام پر نورو هیوادونو ندی تپلی او نه به دا کار وکړو."

د اتلانتیک شورا راپور د "يو کمربند او يوې لارې" پروژې د شریکو هیوادونو د چارواکو لپاره د یو داسې کورس د جوړېدو په اړه هم جزئیات خپاره کړي چې موخه یې د چین د رسنیو او تبلیغاتي عملیاتو ترویج ښودل شوې ده.

د راپور له مخې، د چین په يو سند کې ويل شوي: "د نويو رسنيو د پرمختګ په برخه کې پدې سیمینار کې د چين د تجربو په اړه داسې هراړخیز معلومات وړاندې شوي چې د کوویډ-۱۹ وبا په لړ کې د رسنيو د همغږۍ نوښت په ګوته کوي."

د راپور په حواله په دغو کورسونو کې چې د چینايي پوهنتونونو د استادانو او حکومتي مقاماتو له لورې په لاره اچول شوي، د نویو رسنیو د اداره کولو لارې چارې ښودل شوي دي.

د راپور لیکواله وايي: "چین په داسې منظمو هلو ځلو بوخت دی چې موخه یې په مخ پر ودې هېوادونو کې د استبدادي حکومتدارۍ پراختیا ده."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG