امریکا: میانمار دې خبریالان معلومات ترلاسه کولو ته پریږدي

امریکا د کانگرس غړو عوښتنه کړیده چې په میانمار کې ژورنالسټانو ته معلوماتو ته د لاسرسۍ مکمله ازادي ورکړل شي.

د کانگرس د بهرنو چارو د کمیټې غړو د پنجشنبې په ورځ ( اکتوبر ٥) د میانمار د حکومت نه وغوښتل چې د راخینا په ولایت کې دې خبریالانو ته اجازه ورکړي چې د بشري حقونو د وضع نه خلک خبر شي.

د بهرنو چارو د کمیټې د غونډې په دوران کې د کمیټې مشر ایډ رایس وویل چې د دغې سیمې نه داسې خبرونه راغلي دي چې امنیتي ځواکونه په جنسي ځورلو او قتلونو کې ککړ دي.

هغه زیاته کړه چې د میانمار حکومت بهرنو ژورنالسټانو ته اجازه نه ورکوي چې سیمې ته لاړ شي. ښاغلي رایس زیاته کړه چې دا ډیره مهمه ده چې خبریالانو ته اجازه ورکړی شي او دا معلومه شي چې په راخینا کې څه روان دي.

د بهرنو چارو د کمیټې غړو وویل چې په روهینگیا مسلمانانو باندې چې کوم ډول مظالم ترسره کیږي نو هم داسې ښکاري چې دغه د مسلمانانو عام وژنه ده.

د میانمار حکومت په وروستیو کې ځینې خبریالانو ته اجازه ورکړیده چې دغې سیمې ته دننه لاړ شي.

د میانمار حکومت د ځورلو او قتلونو تورونه ردوي.

خبریالان وایي چې هغوي دا اجازه نلري چې وگرځي او ازادانه معلومات راټول کړي.