د لاس رسي وړ اتصالات

بنگله دیشي چارواکو د روهینگیا کډوالو کښتۍ سوځولي


د بنگله دیش چارواکو ٢٠ هغه کښتۍ سوځولي دي چې د برما نه یې روهینگیا مسلمان دغه ملک ته راوړل. د بنگله دیش حکومت تور لگولی دی چې قاچاقبرانو په دغو کښتیو کې نشې توکې قاچاق کولې.

روهینگیا کډوالو د رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې کله هغوي د بنگله دیش سرحد ته راورسیدل نو هلته کې سرحدي مامورینو په هغوي تشدد وکړ. روهینگیا کډوالو زیاته کړه چې امنیتي ځواکونو اول هغوي ووهل او د هغې نه وروسته یې کښتیو ته اور واچوو.

د بنگله دیش د سرحد یو مامور عارف السلام دغه تورونه رد کړیدي او وایي چې دغه اقدامات یې یواځې د قاچاقرانو په ضد کړیدي چې بنگله دیش ته یې خطرناکه نشه یې توکي راوړي دي. هغه وویل چې په دې کښتیو کې ځیني هغه کسان راغلي دي چې هغوي ته مونږ اجازه نشو ورکولی چې بنگله دیش ته راش‍ي.

تر اوسه پورې شاوخوا نیم ملیونه روهینگیا کډوال بنگله دیش ته رارسیدلي دي او لا نور هم راوران دي.

XS
SM
MD
LG