د سولې په اړه د مشورتي لویې جرګې وخت معلوم شو

د افغانستان د سولې د عالي شورا د دارالانشاء رئیس عمر داودزی وايي، د افغان سولې په تړاو مشورتي لویه جرګه به تر درې اونیو په کابل کې جوړه شي.

ښاغلي داودزي وویل، چې دغه جرګه به درې ورځنۍ وي او د غځولو امکان یې هم شته.

ښاغلي داودزي‌ د چهارشنبې په ورځ د « کب پر لومړې نېټه» په کابل کې یوې غونډې ته وویل چې د دغه جرګې ۳۰ سلنه غړي به مېرمنې وي.

محمد عمر داودزی

د افغانستان د سولې د عالي شورا د دارالانشاء رئيس وویل:" د لوی جرګې د تر سره کېدو لپاره موږ د لومړي ځل لپاره موږ یو نادولتي کمېسیون رامنځته کړی دی، ... د مخکنیو لویو جرګې د تر سره کېدو کمېسیونونه دولتي و."

ښاغلي‌ داودزي زیاته کړه چې دغه کمېسیون به د سیاسي حزبونو، مدني ټولنو او مېرمنو په ګډون ۵۰ غړي ولري.

نوموړي وویل چې د مشورتي‌ لوی جرګې تر سره کېدو د طرزالعمل له‌مخې د دغه جرګې ۳۰سلنه غړې به مېرمنې تشکیل کړي:"دغه پرېکړه وروستۍ ده او د امکان په صورت کې، په دغه جرګه کې د مېرمنو د ونډې په هکله تغیرات امکان لري."

د چهارشنبې په ورځ په دغه ناسته کې په کابل کې د امریکا سفیر د سولې په روانو خبرو کې د مېرمنو پر زیاتې ونډې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې سوله او امنیت په دې معنا دي چې له‌مخې مېرمنې وتوانېږي "په ټولنه کې له خپلو حقوقو او د ژوند له نعمتونو څخه برخمنې شي."

په کابل کې د امریکا سفیر جان بس

جان بس زیاته کړه:"موږ افغان حکومت او خلکو ته پوره درناوی لرو چې، د سولې په اړه هغوی خپله خپلواک تصمیم ونیسي، د ښځو د پرمختګ په برخه کې زیات پرمختګونه شوي دي، چې د درناوي وړ دي."

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني تېره اونۍ د سولې عالي شورا ته سپارښته وکړه چې د کب میاشتې تر وروستۍ نېټې پورې د افغان سولې په تړاو مشورتي لویه جرګې جوړه کړي.

ښاغلي غني‌ ویلي و چې په دغه جرګه کې دې د افغانستان د ټولو خلکو استازي ګډون وکړي.