د اقلیم په اړه د ملګرو ملتونو په کلنۍ غونډه کې د جمعې په ورځ، نومبر ۲۲ (لیندۍ دوهمه)، په یوه تازه مسوده کې پرمختللو هېوادونو ژمنه کړې چې د نړیوالې تودوخې د مخنیوي لپاره به له بې وزلو هېوادونو سره تر ۲۰۳۵ کاله پورې د کاله ۲۵۰ میلیارد ډالر مرسته کوي.
د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې په دغه غونډه کې، چې له تیرو دوو اونیو راهیسې روانه ده او نن یې وروستۍ ورځ ده، د مرستو د دقیقې اندازې په اړه له سختو اختلافاتو وروسته په لومړي ځل یوه پرېکړه شوې ده.
په مسوده کې ویل شوي چې تر ۲۰۳۵ کاله پورې ټاکل شوې چې د مرستو اندازه د کاله ۱.۳ تریلیون ډالرو ته لوړه شي، چې ډیره برخه به یې د پرمختللو هېوادونو له خوا او یوه برخه به یې د خصوصي سکتور له خوا تادیه کیږي.
د کوپ۲۹ په کلنۍ غونډه کې د شاوخوا ۲۰۰ هېوادونو د استازو ترمنځ د مضره ګازونو د کمولو او د اقلیم د بدلون د اغیزو سره د مبارزې په برخه کې له بې وزلو هېوادونو سره د مرستو د زیاتولو په سر اختلاف موجود و.
د غونډې په وروستۍ پرېکړه کې بډای هېوادونه د نړیوالې تودوخې د لوړېدو عمده مسئول بلل شوي چې د اقلیم د ملاتړ لپاره به د کاله ۱۰۰ میلیارد ډالر ورکوي.
د چین په ګډون د ۱۳۴ مخ پر ودې هېوادونو یوې ډلې له پرمختللو هېوادونو څخه له دې اندازې څخه د پنځه چنده زیاتو پیسو غوښتنه کړې ده.
خو د اروپايي اتحادیې په څېر مرسته کوونکو ویلي چې دا ډول غوښتنې په سیاسي لحاظ په حقایقو ندي ولاړې او ټینګار یې کړی چې خصوصي سکتور باید د مرستو برابرولو په برخه کې زیاته ونډه واخلي.
که څه هم اروپايي اتحادیې د پیسو مشخصه اندازه نده ښودلې خو ویلي یې دي چې چین، چې د نړۍ ترټولو زیات مضره ګازونه تولیدوي، او دې ته ورته نور مخ پر ودې هېوادونه باید د اقلیم د ژغورلو موخې ته د رسېدلو په برخه کې زیاته مرسته وکړي.
د کوپ۲۹ په کلنۍ غونډه کې د عربي خلیج هېوادونو بیا غوښتنه کړې چې د نړیوالې تودوخې د مخنیوي لپاره باید یوازې د فوسیلي سون موادو په کمولو ټینګار ونشي او په کار ده چې په ټوله نړۍ کې د مضره ګازونو کمولو ته زیاته توجه وشي.