کروناویروس؛ امریکا کې د مړو شمېر ۲۰۰زرو ته نژدې شوی

کروناویرسو تر بل هر هېواد د امریکا متحدوه ایالتونه ډېر ځپلي‌ دي

د امریکا په متحده ایالتونو کې د کروناویروس له کبله د مړو او په دغه ویروس د اخته کسانو شمېر ورځ تر بلې زیاتېږي.

د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس د سپتمبر ۲۰ (وږي۳۰) د یکشنبې تر سهار پورې په امریکا کې د کرونا له کبله (۱۹۹۲۶۵) کسان مړه شوي او څه باندې ۶.۷ میلیون نور په دغه ویروس اخته شوي دي.

د امریکا متحده ایالتونه د کروناویروس د تلفاتو او په دغه ویروس د اخته کسانو د شمېرو له پلوه په نړۍ کې اول دي. دا مهال په مېنېسوټا، جنوبي داکوتا او ځینو نورو ایالتونو کې د کرونا له کبله تلفات زیات شوي.

په همدې حال کې د امریکا د روغتیا چارواکو امریکایانو ته کلکه سپارښتنه کړې چې سږکال باید د زګام واکسین وکړي. زګام یو موسمي مرض دی او واکسین یې شته، خو کروناویروس، چې دا مهال په نژدې ټولې نړۍ کې خپور دی، تر اوسه واکسین نلري.

د امریکا د جورج واشنګټن په پوهنتون کې د ساري ناروغیو د څانګې مشر ګېري سایمن واشنګټن پوست ته ویلي دي‌ چې زګام او کروناویروس ته د ماتې ورکولو ګډ فکر ۲۰۲۰ « یو ستونزمن کال» ګرځولی دی.

تر امریکا وروسته هند دویم هېواد دی چې ۵.۳ میلیون او برازیل کې بیا ۴.۵ میلیون خلک د کرونا په ویروس اخته شوي دي.

په ځینو اروپايي هېوادونو کې د کروناویروس ځینې محدودیتونه له سره لګول شوي دي ځکه هلته د دغه ویروس دویمه څپه پيل شوې ده.

د هسپانیا د مادرید په ښار کې حکومت د دوشنبې له ورځې وروسته ځینې محدودیتونه بیا پیلوي. د فرانسې په نایس ښار کې بیا له لسو د زیاتو کسانو په راټولېدو بندیز لګول شوی.

برتانیا هم ویلي‌ دي چې د قرنطین په بیا لګولو فکر کوي.هلته د کرونا ویروس پېښې بیا زیاتې شوې.

کاناډا اعلان کړی دی چې له امریکا سره به یې سرحد د غیر ضروري مسافرو لپاره د اکتوبر تر ۲۱ پورې تړلی وي.

د کرونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي په ایالت کې خپور شو.

د جانس هاپکینز پوهنتون وايي دا مهال په نړۍ کې څه باندې ۳۰.۷ میلیون کسان په دغه ویروس اخته دي او شاوخوا ۹۵۷زره نور کسان مړه شوي دي.