افغانستان کې د کرونا پیښې ۸۰ شوې، تر اوسه دوه تنه مړه شوي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په هرات ولایت کې په کرونا ویروس اخته یو ناروغه مېرمن مړه شوې ده.

روغتیا وزارت ویلي چې د کرونا ویروس مړه شوې ښځه ۴۵ کلنه ده چې په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس له امله د مړو شوو کسانو شمېر دوو تنو ته ورسېد.

تر دې مخکې په کرونا ویروس اخته یو ناروغ کس په بلخ ولایت کې مړ شوی و.

د افغانستان د روغتیا وزارت ویاند ډاکټر وحیدالله مایار نن چهارشنبه مارچ۲۵(وري شپږمه) خبریالانو ته وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې د کرونا ویروس ۳۷ نورې مثبتې پېښې ثبت شوي دي چې په دې سره افغانستان کې د کرونا مثبتو پېښو شمېر ۸۰ تنه ورسېد.

د ښاغلي مایار په وینا د دغو تازه مثبتو پېښو څخه ۳۲ یې یوازې په هرات،پنځه په کابل او یوه هم په نیمروز کې ثبت شوي چې یو شمېر کسان یې دننه په هیواد کې په دغه ناروغۍ اخته شوي دي.

هغه وویل چې په کابل کې په کرونا ویروس اخته شوی کس د یو بهرني سفارت افغان کار کوونکی دی او څلور نور د قاطع ملاتړ ماموریت سرتیري دي.

  • تر دا مهاله په ۱۴ ولایتونو کې د کرونا مثبتې پېښې ثبت شوي.

«تر دامهال د کرونا ویروس ۵۳ مثبتې پېښې په هرات، ۴ سمنګان، ۳ لوګر، ۲ فراه، ۲ زابل، ۷ په کابل، ۱ کندهار، ۲ بلخ، ۱ دایکندي، ۱ غزني،۱ غور، ۱ بادغیس، ۱ نیمروز کې ثبت شوي دي.»

  • د کرونا ویروس پراخېدو مخنیوي لپاره هرات، فراه او د نیمروز زرنج ښار کې ګرځ بندیز.

د افغانستان د روغتیا وزارت وايي، د کرونا ویروس خپرېدو مخنیوي کمېټې د پرېکړې له مخې په هرات، فراه او زرنج ښارونو کې پر تګ راتګ باندې محدودیتونه لګول شوي دي.

ښاغلي مایار وویل چې له دغو درې ولایتونو څخه په افغانستان کې د کرونا ویروس خپرېدو زیات ګواښ متوجه دی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروز الدین فیروز تیره ورځ وویل، که خلک روغتیاي لارښوونو ته پاملرنه ونه کړي ښايي د افغانستان د نفوس نیمه برخه په کرونا ویروس اخته شي.

هغه وویل په راتلونکو اونیو کې به د کرونا ویروس مثتې پېښې ډېرې شي او د خلکو د همکارۍ نه کول به دغه پېښې څو برابره ډېرې کړي.