کابل کې د کرونا له امله 'ناورین' رامنځته کېدو په اړه خبرداری

خلک هڅه کوي چې په دغو ورځو او شپو کې د خپلو کورنیو د اړتیا وړ خوراکي توکي، جامې، وچې او تازه مېوې واخلي.

د کابل روغتیا ریاست وایي، د خلکو لخوا د قرنطین ماتېدو په دغه ولایت کې د کرونا ویروس زیاتېدو په اړه اندېښنې زیاتې کړي دي.

یاد ریاست پر داسې مهال اندېښنه ښيي چې د کوچني اختر په رارسېدو سره د کابل ښار بازارونه پرانیستل شوي او د خلکو ګڼه ګوڼه زیات شوې ده.

خلک هڅه کوي چې په دغو ورځو او شپو کې د خپلو کورنیو د اړتیا وړ خوراکي توکي، جامې، وچې او تازه مېوې واخلي.

خو د کابل روغتیا ریاست وايي چې د خلکو لخوا پر خپل سر د قرنطین ماتېدو د کرونا ویروس ناروغانو ته د دغه ریاست د سیدګۍ چارې له خنډ سره مخ کړي دي.

یاد ریاست ویلي: "د قرنطین په ورځو کې زموږ سیار ټېمونه توانېدلي و چې د کابل ښار په هر برخه کې په یوه ساعت کې هر ډول عاجل ناروغ ته رسیدګي وکړي او د هغه نمونه واخلي... خو په ښار کې د وروستیو دوو ورځو ګڼه ګوڼه د دې لامل شوې چې زموږ هر ټېم د یوې نمونې د اخیستلو لپاره له ۵ ـ تر ۷ ساعتونه وخت ولګوي."

د کابل روغتیا ریاست مسؤلین وایي چې په دغه ولایت کې افغان ـ چاپان ۵- بستریز روغتون هم ډک شوی او د نورو ناروغانو ځایولو ظرفیت هم نه لري.

دغه ریاست همدارنګه ویلي چې د کابل روغتیا ریاست یو شمېر کار کوونکي د کرونا ویروس علایمو د لرلو له امله خپلو کورنو کې قرنطین دي چې په وینا یې پاتې پرسونل هم د کرونا ویروس ناروغانو ته د رسیدګۍ په برخه کې کافي نه بلل کیږي.

روغتیايي چارواکو خبرداری ورکړی که چیري وضعیت همداسې دوام ولري، تر راتلونکو دوو اونیو به ډاکټر پیدا نشي چې د کرونا ویروس ناروغانو ته رسیدګي وکړي.

د کابل روغتیا ریاست په اوسنیو شرایطو کې د اختر د لمانځه تر سره کېدل او د اختر مبارکیو لپاره د یو او بل کورنو ته تګ د ډله ییزې ځان وژنې په معنا بللي دي.

دوی وايي، که څه هم تر دامهاله کورونه له کرونا ویروس څخه خوندي دي، خو اندېښنه ښيي چې په اختر کې د یو او بل کورته د تګ راتګ پر مهال به دغه ویروس ټولو کورنیو ته لار پیدا کړي.

یاد ریاست ویلي:"د اختر مبارکي او د غيږي روغبړ کول به د یوې بلې کتلوي ځان وژنې څخه وي."

د کابل روغتیا ریاست ویلي وچه میوه هم کولای شي د کرونا ویروس د انتقال عامل شي او ټولو مېلمنو ته کرونا ویروس انتقال کړي.

یاد ریاست له ټولو ښاریانو څخه غوښتي چې له کرونا ویروس څخه د خوندیتوب لپاره په خپلو کورنیو کې پاتې شي.

بلخوا د افغانستان روغتیا وزارت نن یکشنبه ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هیواد کې ۲۶۲ تنه په کرونا ویروس اخته شوي دي.

دغه وزارت رسنیو ته په لېږل شوو معلوماتو کې ویلي چې په تیره یوه شپه او ورځ کې د کرونا ویروس د ۶۷۲ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۲۶۲ یې مثبت ثابت شوي دي.

په دې سره په دغه هیواد کې په کرونا ویروس اخته کسانو شمېر۶۶۶۴ تنو ته لوړ شو.

د افغانستان روغتیا وزارت وايي چې کرونا ویروس تر دامهاله په دغه هیواد کې ۱۶۹ تنه مړه کړي او ۷۸۴ تنه بیرته ورڅخه روغ شوي دي.