کرونا ویروس؛ افغانستان کې۱۲۰ تنه مړه او ۴۴۰۲ نور په اخته شوي

افغانستان کې تر دا مهاله ۵۵۸ تنه نور بیرته له دغه ناروغۍ څخه جوړ شوي دي.

د افغانستان روغتیا وزارت وايي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هیواد کې ۳۶۱ تنه نور په کرونا ویروس اخته شوي دي.

د روغتیا وزارت معین ډاکټر وحید مجروح نن یکشنبه مې۱۰(غويي۲۱) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې په دې سره د ټولو ناروغانو شمېر ۴۴۰۲ ته لوړ شو.

هغه وویل چې له یادو پېښو څخه ۱۱۷ په کابل، ۵۹ هرات، ۳۱ بلخ، ۲۶ کندهار، ۲۱ بغلان، ۱۸ فراه، ۱۲ لغمان، ۱۱ سمنګان، ۱۱ میدان وردګ، ۹ پنجشیر، ۸ ـ ۸ ننګرهار او پروان، ۷ کونړ، ۵ هلمند، ۳ ـ۳ پېښې په سرپل او جوزجان، او ۲ ـ۲ پېښې په پکتیا زابل، او پکتیکا کې ولایتونو کې ثبت شوي دي.

ښاغلي مجروح همدارنګه زیاته کړه چې په تیره یوه شپه او ورځ کې ۵ تنه له کرونا ویروس څخه مړه شوی چې په دې سره د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۱۲۰ تنو او ۶۵ بیرته روغ شوي چې په دې سره د ټولو بیرته روغ شوو کسانو شمېر ۵۵۸ تنه ورسېد.

په چارواکو کې تر داماله د روغتیا وزیر ډاکټر فیروز الدین فیروز، د کندهار والي والي حیات الله حیات او د کابل والي مرستیاله حنیفه ګیرووال په کرونا ویروس اخته شوي دي.

د کابل والي مرستیاله حنیفه ګیرووال بیرته روغه شوې او د روغتیا وزیر او کندهار والي دا مهال د قرنطین په حال کې دي. روغتیا وزارت د ډاکټر فیروزالدین فیروز روغتیا د ډاډ وړ بللې ده.

د کرونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ په ډیسمبر کې د چین د هوبي‌ ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو چې اوس د نړۍ ۱۸۷ هېوادونو ته رسېدلی دی.

په امریکا کې د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس د کرونا ویروس د یکشنبې ورځې تر غرمې د مې ۱۰ (غويي۲۱) پورې په ټوله نړۍ کې ۲۷۹زره او ۳۲۱ تنه مړه کړي او څه باندې څلور میلیونه ورباندې اخته شوي دي.