کروناویروس تر دې دمه نړۍ کې څه دپاسه ۱۶۷۰۰ کسان مړه کړي 

د امریکا د متحده ایالاتو د جان هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې د سه شنبې تر ورځې مارچ ۲۴ (وري۵) پورې د کروناویروس د نړۍ ۱۶۹ هیوادونو کې خپور شوی او پدې ویروس باندې د اخته کسانو شمیر څه باندې ۳۸۷زرو ته رسیدلی دی. تر اوسه ۱۶۷۶۶ کسان ددې ویروس په وجه مړه شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان وایي کروناویروس لا هم په چټکۍ د پراخیدو په حال کې دی.

په ایټالیا کې تر اوسه له نورو زیات کسان د کروناویروس په وجه مړه شوي دي. پدې هیواد کې د مړو شمیر د سه شنبې تر سهاره ۶۰۷۷ تنه و او ۶۳۹۲۷ کسان په دې هیواد کې په کروناویروس اخته دي.

چین چې د کروناویروس په کې د لومړي ځل لپاره رامنځ ته شو او بیا دغه ویروس نورو هیوادونو ته پراخ شو، نن د سه شنبې په ورځ پدې هیواد کې د مړو شمیر ۳۱۶۰ تنه او پدې ویروس د اخته کسانو شمیر ۸۱۵۸۸ تنه و چې په دوهم کتار کې راځي.

اسپانیا د ۲۳۱۸ مړو او په کروناویروس باندې د ۳۵۲۱۲ اخته کسانو په لرلو سره په دریمه درجه کې راځي.

ایران کې نن د ورځې تر سهاره ۱۹۳۴ کسان د کروناویروس په وجه مړه شوي او پدې هیواد کې پدې ویرسو د اخته کسانو شمیر ۲۴۸۱۱ تنه رپوټ شوی دی.

فرانسه؛ ۸۶۰ کسان مړه او د کروناویروس مثبتې پیښې ۲۰۱۴۹ دي.

د امریکا متحده ایالاتونه؛ د مړینو شمیر ۵۸۲ او د اخته کسانو شمیر ۴۶۴۵۰ تنه دی.

بریتانیا؛ ۳۳۵ کسام مړه او ۶۷۳۳ په کروناویروس اخته دي.

هالند؛ ۲۱۳ کسان مړه او ۴۷۶۷ کسان اخته دي.

جرمني؛ ۱۳۰ کسان مړه او مثبتې پیښې یې ۳۰۰۸۱ دي.

بلجیم؛ ۱۲۲ تنه مړه او ۴۲۶۹ کسان په کرونا اخته دي.

جنوبي کوریا؛ د مړینو شمیر ۱۲۰ تنه او د اخته کسانو شمیر ۹۰۳۷ دی.

د نړۍ په نورو هیوادونو کې د کروناویروس له کبله د مړینو شمیر له ۱۰۰ تنو څخه ټیټ دی.

په افغانستان کې تر اوسه د کروناویروس ۲۴ مثبتې پیښې ثبت شوي او د یو تن د مړینې رپوټ ورکړل شوی دی.