روغتیا وزارت: په افغانستان د کرونا درېیمه څپه راغلې خو تدابیر هم نیول شوي

د افغانستان د روغتیا وزارت په دغه هېواد کې د کروناویروس په مثبتو پېښو کې زیاتوالي ته په اشارې وايي چې په روغتونو کې د اکسیجن کموالی په یوې لویې ستونزې بدل شوی دی.

د دغه وزارت سرپرست ډاکټر وحید مجروح وویل چې یوه میاشت وړاندې خلکو ته په جدي توګه د روغتیايي سپارښتنو د رعایتولو خبرداری ورکړل شوی و خو هیچا ورته پاملرنه ونکړه او اوس د خلکو د بې‌پروايئ زیان روغتیايي کارکوونکي ګالي.

هغه زیاته کړه: "ما درې ورځې وړاندې وویل چې کرار کرار خو نن وایم چې په چټکۍ سره په افغانستان کې د کړکېچ پړاو ته دننه کېږو، یو له هغو اړخونو څخه چې دا کړکېچ یې پراخ کړی دی، په افغانستان کې د اکسیجن کموالی دی".

ښاغلي مجروح وویل چې په ټول افغانستان کې او په ځانګړې توګه په کابل ښار کې په کروناویروس د اخته شویو کسانو په شمېر کې زیاتوالي اکسیجن ته اړتیا ډېره کړې ده.

ډاکټر مجروح وویل: "په کابل کې موږ د اکسیجن د تولید اوه فابریکې لرو، خو په خواشینۍ سره په مارکیټ کې د غوښتنې کچې د لوړېدو له امله (دا فابریکې) چې کوم تړون د روغتیا له سکتور سره لري ورباندې عمل نشي کولی".

د افغانستان د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په تېره یوه شپه او ورځ کې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د کروناویروس ۱۵۰۹ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

د تازه مثبتو پېښو په ثبت سره په افغانستان کې د کروناویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۷۶زره او ۶۵۳ ته پورته شوی او درې زره او ۸۶ کسان له دغې ناروغۍ مړه شوي دي.

د کروناویروس د لومړي ځل لپاره د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا او په چټکۍ سره ټولې نړۍ ته ورسېد.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تراوسه په نړۍ کې څه باندې ۱۷۱میلیونه او ۷۳۷ کسان په کروناویروس اخته شوي چې له دې شمېرې کابو درې میلیونه او ۶۹۳ کسان مړه شوي دي.