په افغانستان کې د کرونا مثبتې پېښې کابو ۳۹۳۰۰ ته ورسېدې

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې د کروناویروس د ۳۷۵ مشکوکو سمپلونو ازموینه شوې چې له دې شمېرې ۱۷ یې مثبت تشخیص شوي دي.

د دغه وزارت معلومات ښيي چې د تازه پېښو په ثتبتېدو سره په افغانستان کې په کروناویروس د اخته شویو کسانو شمیر ۳۹زره او ۲۸۵ ته رسېدلی دی.

د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په تیره یوه شپه کې د کروناویروس له امله د مړینې پېښه نه ده ثبت شوې خو ۵۳ تنه بېرته له دغې ناروغۍ ښه شوي دي.

د روغتیا وزارت د رسمي شمیرو په اساس په افغانستان کې د کروناویروس د خورېدو له پیل څخه تراوسه ۱۴۵۸ تنه له دغې ناروغۍ مړه شوي او ۳۲ زره ۸۴۲ تنه بېرته روغ شوي دي.

د کروناویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ په ډیسمبر کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې خپور شو او په چټکۍ سره په نړۍ کې په یوې مرګونې ناروغۍ بدل شو.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس د پنجشنبې تر ورځې اکتوبر ۱ (تلې ۱۰) په نړۍ کې څه باندې ۳۴ میلیونه وګړي په کروناویروس اخته شوي چې له دې شمېرې کابو یو میلیون او ۱۵زره تنه مړه شوي دي.