په کروناویروس د اخته کسانو شمېر تر څلور میلیون واوښت

کرونا تر ټولو ډېر کسان په امریکا او برتانیا کې مړه کړي دي

په نړۍ کې په کروناویرس د اخته کسانو شمېر څه باندې ۴.۴ میلیون ته رسېدلی دی او دا شمېره شېبه په شېبه زیاتیږي.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس د واشنګټن ډي سي د یکشنبې تر سهار پورې مۍ۱۰ (غوايي۲۱) د نړۍ په ۱۸۷ هېوادونو او سیمو کې د کرونا له کبله نژدې ۲۸۰زره کسان (۲۷۹۵۶۵) مړه شوي‌ دي.

تر ټولو ډېر کسان د امریکا په متحدو ایالتونو کې دي چې نژدې ۷۹زره کیږي. په امریکا کې څه باندې ۱.۳میلیون نور انسانان په دغه ویروس اخته شوي دي. د نیویارک ایالت تر ټولو ډېر تلفات لري.

په امریکا کې پسې وروسته بریتانیا ده چې تر دې دمه په کې شاوخوا ۳۱۶۰۰ کسان مړه شوي ‌او څه باندې ۲۱۶زره نور پرې اخته دي.

بریتانیا د خپلو زرګونو وګړو د کروناویروس معاینات امریکا ته استولي چې نتیجه یې معلومه شي.

ایټالیا په نړۍ کې درېیم هېواد دی چې کرونا په کې تر دې دمه نژدې ۳۰۴۰۰ کسان مړه کړي‌ او څه باندې ۲۱۸زره نور انسانان پرې اخته دي.

د کرونا له کبله په هسپانیا کې بیا تر دې دمه نژدې ۲۶۵۰۰ کسان مړي شوي او څه باندې ۲۲۳زره نور پرې اخته دي.

جرمني د کروناویروس د تلفاتو له پلوه په نړۍ کې پنځم هېواد دی. د کرونا له کبله په جرمني کې څه باندې ۲۵۳۰۰ کسان مړه شوي او شاوخوا ۱۷۶زره نور پرې اخته دي.

په لاتینې امریکا کې بیا تر ټولو ډېر انسانان په برازیل کې مړه شوي چې شمېر یې څه باندې ۱۰۶۰۰ ته رسیږي.

د کروناویروس په لومړي ځل د د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي‌ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو. په چین کې چارواکي وایي چې دغه ویروس تر دې دمه ۴۶۳۷ کسان مړه شوي او نژدې ۸۴زره نور پرې اخته دي.

خو شک کیږي چې شاید چین د تلفاتو دقیق ارقام ونه ښيي. څه موده مخکې د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ وویل د کروناویروس په چین کې تر امریکا ډېر کسان مړه کړي دي، خو شمېره یې ونه ښوده.

امریکایي چارواکي ادعا لري چې د کروناویروس د چین په لابراتوار کې جوړ شوی دی او چین په وخت سره نړۍ له دغې وبا خبره نکړه، خو چین دا ادعاوې ردوي.