د انګلنډ کرکټ بورډ د پنجشنبې په ورځ، فبروري شپږمه (سلواغې ۱۸) تائید کړه چې په روانه میاشت کې په چمپینز ټرافي کې د افغانستان سره لوبه کوي.
انګلنډ ددغې لوبې د کېدو تائید په داسې حال کې کړی چې د بریتانیا د پارلمان یو شمېر غړو تېره میاشت وغوښتل چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو سره د طالبانو د چلند له کبله په چمپینز ټرافي کې د انګلنډ او افغانستان ترمنځ لوبه لغوه شي.
د پاکستان په کوربه توب د چمپینز ټرافي لوبې د فبروري په ۱۹مه پیل کیږي او د افغانستان لوبډله د فبروري په ۲۶مه په لاهور کې د انګلنډ د لوبډلې سره مخامخ کیږي.
په چمپینز ټرافي کې افغانستان په بي ګروپ کې له استرالیا، انګلنډ او جنوبي افریقا سره یو ځای دی. د پاکستان، هند، بنګله دیش او نیوزیلنډ لوبډلې په اې ګروپ کې دي.
د انګلنډ د کرکټ بورډ اجرائیه رئیس ریچارډ تامپسن وویل، د حکومت، کرکټ نړیوالې شورا او خپلو لوبغاړو سره د خبرو وروسته یې د افغانستان سره د پلان شوې لوبې د کولو پرېکړه کړې ده. تامپسن زیاته کړه چې د کرکټ ټولنه په یوازې سره د افغانستان مسایل نشي حل کولی.
د انګلنډ د کرکټ بورډ اجرائیه رئیس په یوه اعلامیه کې وویل: " موږ په دې نظر یو چې د انګلنډ کرکټ بورډ لخوا په یو اړخیز ډول د لوبې له بایکاټ کولو څخه ډیر څه نه ترلاسه کیږي او د کرکټ د ټولنې لخوا همغږی نړیوال غبرګون د وړاندې تګ لپاره مناسبه لاره ده."
تامپسن زیاته کړه: "موږ دا هم اوریدلي دي چې د ډیری عامو افغانانو لپاره د خپل کرکټ ټیم د لوبو کتل د تفریح له پاتې محدودو سرچینو څخه ده. ځکه نو موږ تائید کوو چې موږ به دا لوبه ترسره کړو."
طالبان وايي د اسلامي قوانینو او د افغانانو د کلتور په رڼا کې د ښځو د حقونو درناوی کوي او زیاتوي چې دا یوه داخلي مسئله ده او یوازې په افغانانو پورې اړه لري.
د افغان نجونو کرکټ
د افغانستان کرکټ بورډ په ۲۰۲۰ کال کې له شاوخوا ۲۵ ښځینه لوبغاړو سره قراردادونه لاسلیک کړي وو، خو زیاتره یې اوس په استرالیا کې ژوند کوي او یو شمېر نورې یې په کاناډا او بریتانیا کې میشتې شوي دي.
دا مطلب هم ولولئ د افغانستان د ښځو د کرکټ لوبډلې سره د کډوالو د کرکټ نړیوال صندوق مالي مرسته کويپه لندن کې مېشت د کرکټ یو نړیوال صندوق تېره اونۍ اعلان وکړ چې د کډوالو لوبغاړو لپاره ځانګړې شوې پیسې له افغانستان څخه وتلیو د کرکټ ښځینه لوبغاړو ته ورکوي. د انګلنډ د کرکټ بورډ مشر وايي انګلنډ هم په دې برخه کې ۱۰۰ زره پونډ (۱۲۴ زره ډالر) مرسته کړې ده.
هغه زیاته کړه: " موږ به د کرکټ پر نړیوالې شورا فشار ته دوام ورکړو چې نور ګامونه پورته کړي، او د موجودو فنډونو یوه مهمه برخه د افغانستان د ښځینه لوبغاړو سره په مرسته ولګوي ترڅو وکولای شي کرکټ ته لاسرسی ومومي."
تامپسن همدارنګه وویل چې د کرکټ نړیواله شورا باید د کډوالو افغان میرمنو د لوبډلې په رسمیت پیژندلو باندې غور وکړي، د ودې او پرمختګ په برخه کې ورته ملاتړ برابر کړي او همدارنګه د امپایرانو او روزونکو په توګه یې وګماري.
تامپسن وویل: "هغه څه چې په افغانستان کې روان دي، له جنسیتي اپارتایډ څخه کم نه دي... په داسې حال کې چې په نوره نړۍ کې د ښځو او نجونو کرکټ په چټکۍ سره وده کوي، دا د خواشینۍ ځای دی چې په افغانستان کې نجونې له دې فرصت څخه بې برخې شوي دي."
ددې راپور ځینې معلومات له رویټرز او اسوشیتد پرس اژانسونو څخه اخیستل شوي.