پاکستان کې د بهرنیو هېوادونو د سفیرانو د موټرو کاروان ته نژدې چاودنه شوې

د خیبر پښتونخوا ایالت په سوات کې د یکشنبې په ورځ سپتمبر ۲۲ (تلې اول) د پولیسو پر یو موټر چې د بهرنيو دیپلوماتانو امنیت یې ساته او بدرګه کول یې د سړک غاړې بم چاودنه شوې چې لږ تر لږه یو پولیس په کې وژل شوی او څو نور ټپیان شوي‌ دي.

د خیبر پښتونخواه د پولیسو چارواکو په دې چاودنه کې مرګ‌ ژوبله تائید کړې ده او ویلي یې دي چې د پېښې قربانیان د شاوخوا دولسو هېوادونو د دیپلوماتونو د موټرو د کاروان په سر کې روان و. دغو چارواکو ویلي چې په چاودنه کې بهرنیو دیپلوماتانو ته زیان نه دی رسېدلی.

په دغو بهرنیانو کې د روسیې، پرتګال، ایران، اندونیزیا، قزاقستان، تاجیکستان، روانډا، زیمبابوۍ، ترکمنستان، ویتنام او بوسنیا سفیران شامل و.

د خیبرپښتونخوا ایالت د پولیسو یو لوړپوړي چارواکي محمد علي ګنډاپور وویل: "ټول سفیران له برید څخه خوندي دي او اسلام اباد ته له تلو مخکې یو امن ځای ته لیږدول شوي و."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وویل: "د دیپلوماتانو ډله په خوندي توګه اسلام اباد ته راستنه شوې ده."


د پاکستان د صدراعظم دفتر ویلي چې شهباز شریف دغه برید غندلی او هغه یې "بزدلانه ترهګریز" عمل بللی دی.

په اسلام اباد کې د روسیې سفارت د یو شمېر نورو هېوادونو د سفیرانو په کاروان کې د روسیې د سفیر البرټ خوریف شتون تائید کړی او ویلي یې دي چې دوی په سوات کې د سیاحت په یو پروګرام کې برخه اخیستې وه.

دغه سفارت په ټولنیزې شبکې اکس کې ویلي:‌ "د خیبر پښتونخوا د مینګورې له ښارګوټي څخه هوټل ته پر لاره، د سپرلۍ یو موټر په ماین وخوت، څو پولیس ټپیان شوي، خحو ډیپلوماتانو ته زیان نه دی رسېدلی."

په سوات کې د دغې چاودنې مسولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی، خو له دې وړاندې تحریک طالبان پاکستان په صوات او نورو سیمو کې پر پاکستاني پوځیانو او پولیسو باندې د ورته بریدونو مسولیت په غاړه اخیستی دی.


د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې او د ښځو د حقونو فعالې ملاله یوسفزۍ چې د سوات اوسېدونکې ده، په ۲۰۱۲ کال کې د تحریک طالبان پاکستان په وسله‌وال برید کې سخته ټپي شوه او په چتکۍ بریتانیا ته د درملنې لپاره ولېږدول شوه.

پر یوسفزۍ دغه برید په ظاهره د هغه کمپاین په غچ کې چې په لویه کچه محافظه کاره ولسوالۍ کې یې د نجونو د زده‌کړې د حق غوښتنه کوله ترسره شو.

په خیبر پښتونخوا کې د روان عیسوي کال له پیل راهیسې تر اوسه د تحریک طالبان پاکستان په بریدونو کې تر سلو زیات پولیس او په همدې شمېر ملکي وګړي وژل شوي دي.

پاکستان تور لګوي چې دغه ډله په افغانستان کې خوندي ځایونه لري، په دغه هېواد کې پر پاکستان باندې د بریدونو پلانونه تنظیموي او افغان طالبان ورسره مرسته کوي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت چې تر اوسه په رسمي توګه هېڅ هیواد په رسمیت نه دی پيژندلی، دغه تورونه ردوي او وایي چې د تحریک طالبان پاکستان په ګډون هېڅ بهرنۍ ډلې ته د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر ضد د استفادې اجازه نه ورکوي.