د لاس رسي وړ اتصالات

د خيبر پښتونخوا په بنو کې د استخباراتي پوليسو افسر وژل شوی


د خيبر پښتونخوا په جنوبي ولسواليو ډېره اسماعيل خان، لکي مروت، ټانک او بنو کې په دې وروستيو کې د ناامنۍ پېښې زياتې شوي چې له امله یې پرامنيتي ځواکونو، پوليسو او عامو وګړو مرګ ژوبله هم زیاته شوې ده. (عکس ارشیف)
د خيبر پښتونخوا په جنوبي ولسواليو ډېره اسماعيل خان، لکي مروت، ټانک او بنو کې په دې وروستيو کې د ناامنۍ پېښې زياتې شوي چې له امله یې پرامنيتي ځواکونو، پوليسو او عامو وګړو مرګ ژوبله هم زیاته شوې ده. (عکس ارشیف)

د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت په جنوبي ولسوالۍ بنو کې ناپیژاندو وسله والو په برید کې د استخباراتي پوليسو يو افسر وژلی او د هغه ورور يې ژوبل کړی دی.

د بنو امنيتي چارواکو او پوليسو رسنيو ته ويلي چې د سپټمبر پر ۲۰ (وږي ۳۰) ناپیژاندو وسله والو د استخباراتي ادارې (اينټېليجېنس بيورو) پر انسپکټر سلطان اياز ډزې وکړې چې په نتيجه کې يې هغه ووژل شو او ورور يې ژوبل شو.

پوليس چارواکي زياتوي چې وسله وال تر بريد وروسته تښتېدلي دي او هغوی د ناپیژاندو وسله والو خلاف د دغه بريد قضيه ثبت کړې او پلټنې يې پيل کړې دي.

تر اوسه چا د دغه هدفي بريد مسوليت نه دی منلی، خو تر دې يوه ورځ وړاندې، د سپټمبر پر ۱۹مه (وږي ۲۹) د خيبر پښتونخوا په جنوبي ولسوالۍ لکي مروت کې وسله والو د پوځ یو متقاعد افسر په ډزو وژلی وو چې مسوليت یې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) منلی وو.

د خيبر پښتونخوا په جنوبي ولسواليو ډېره اسماعيل خان، لکي مروت، ټانک او بنو کې په دې وروستيو کې د ناامنۍ پېښې زياتې شوي چې پر امنيتي ځواکونو، پوليسو او عامو وګړو بريدونه پکې شامل دي.

د دغو ولسواليو خلکو هلته د روانې ناامنۍ خلاف وخت په وخت احتجاجي لاريونونه، پرلتونه او جرګې هم کړې دي، خو حکومت او پوځ ويلي چې د امنيت ټينګ ساتلو ته ژمن دي او د وسله والو پرضد يې هدفي عمليات دوام لري.

پر دې سربېره، څه باندې يوه اونۍ وړاندې د خيبر پښتونخوا د لکي مروت، بنو او باجوړ ولسواليو پوليسو په هغو سيمو کې د ناامنۍ او پر پوليس افسرانو د بريدونو خلاف احتجاجي پرلتونه وهلي وو.

هغوی غوښتنه کوله چې پوليسو ته دې واک ورکړل شي، پوځ او استخباراتي ادارې دې د هغوی په کارونو کې لاسوهنه نه کوي او پوځيان دې له هغو سيمو وايستل شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG