د لاس رسي وړ اتصالات

بلوچستان کې درې پاکستاني عسکر د وسله‌والو په برید کې وژل شوي


د پاکستان د بلوچستان ایالت په ژوب کې د شنبې په ورځ سپتمبر ۲۱ (وږي ۳۱) وسله‌والو د ترهګرۍ ضد ځواکونو پر موټر برید کړی او درې پاکستاني عسکر یې وژلي دي.

د پاکستان د پولیسو یو چارواکي سید عبدالصبور اغا په وینا په دغه برید کې یو عسکر ځای پر ځای وژل شوی او درې نور ټپیان شوي و چې دوه یې د ژورو ټپونو له امله وروسته ساه ورکړه.

د پولیسو دغه چارواکي یاده پېښه د ترهګرو له خوا برید بللی او ویلي یې دي چې دغو عسکرو درې نیول شوي شکمن کسان په ژوب کې پولیسو ته وسپارل او د بېرته ستنېدو په وخت په شیراني ماڼۍ سیمه کې ورباندې برید وشو.

دی وايي:‌ "د ژوب ضلعې د مندیزي کلي په کراس نومې سیمه کې په یو بل موټر کې سپرو وسله‌والو ډزې کړي،‌ چې په کې د ای ټي اف عسکرو ته مرګ‌ژوبله واوښته، موږ د پېښې هراړخیزه پلټنه کوو."

د بلوچستان اعلی وزیر میر سرفراز بګتي ویلي چې په پېښه کې ښکیلو کسانو ته به سزا ورکړل شي.

د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند د دغه برید پر ضد د یکشنبې په ورځ لاریون کړی او ژوب او شیراني سیاسي ګوندونو د سپتمبر په ۲۳مه د احتجاجونو اعلان کړی دی.

تر اوسه د دغه برید مسولیت کومې ډلې نه دی منلی خو له دې وړاندې د ورته بریدونو مسولیت د تحریک طالبان پاکستان ډلې په غاړه اخیستی دی.

په ژوب کې دا برید پر داسې مهال شوی دی چې له تیرو څو اونیو راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې په ژوب او د شیراني په غرنیو سیمو کې د وسله‌والو طالبانو د فعالیتونو ویډیوګانې خپرېږي او د سیمې اوسېدونکي هم د طالب وسله‌والو د لیدلو ادعاوې کوي.

د ژوب یو لوړپوړي چارواکي چې په راپور کې یې د نوم له یادولو څخه ډډه کوله ویلي چې په سیمه کې د طالبانو د فعالیتونو په تړاو ورته راپورونه رسېدلي دي او په وړاندې یې امنیتي تدابیر نیول شوي‌ دي.

دی زیاتوي چې په ژوب او شیراني کې وسله‌والو طالبانو څو ځل پر لویو لارو موټر ودرولي او خلک یې تلاشي کړي‌ دي. هغه په دغو سیمو کې د پاکستان د امنیتي‌ ځواکونو د عملیاتو یادونه وکړه خو ډېر معلومات یې ورنکړل.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG