د افغانستان روغتیا وزارت: د کرونا مثبتې پېښې تر ۳۰سلنې راټیټې شوي

د افغانستان د روغتیا وزارت وايي چې له تیرو دوو میاشتو راهیسې په دغه هېواد کې د کروناویروس مثبتې پېښې له ۷۰سلنې څخه تر ۳۰ سلنې راټېټې شوې دي.

د دغه وزارت سرپرست احمدجواد عثماني نن پنجشنبه جولای ۲۳مه (زمري دویمه) خبریالانو ته وویل چې د کروناویروس د خپرېدو مخنیوي له پلوه اوس افغانستان په یو ښه حالت کې دی.

خو ښاغلي عثماني د لوی اختر د رارسېدو او په دغو ورځو کې د خلکو ترمنځ د تګ راتګ په اړه اندېښنه وښوده او وویل، که چېرې روغتیايي سپارښتنې په پام کې وننیول شي، ښايي د کوید۱۹ مثبتې پېښې بېرته زیاتې شي.

هغه وویل: "د هغو کسانو په منځ کې چې ترې نمونه اخیستل کېږي د مثبتو پېښو شمیر د کمېدو په حال کې دی. دا په تېره یوه نیم او دوه میاشتو کې د ۵۰ او ۶۰سلنې ترمنځ و حتا له دې پورته، خو نن له ۲۰ څنه تر ۳۰سلنې دی".

د روغتیا وزارت رسمي شمېرې ښيي چې په تیره یوه شپه او ورځ کې د کروناویروس د ۸۳۴ مشکوکو سمپلونو له ډلې ۲۰۱ یې مثبت تشخیص شوي دي.

همداشان دغه وزارت په دې موده کې د کروناویروس د ۲۲ ناروغانو د مړینې او د ۶۱۴ د بېرته ښه کېدو خبر ورکړی دی.

د روغتیا وزارت د وروستیو شمیرو په اساس په افغانستان کې په کروناویروس د اخته شویو کسانو شمیر ۳۵زره او ۹۲۸ ته رسېدلی، چې له دې شمیرې ۱۲۱۱ تنه مړه شوي او څه باندې ۲۴۵۰۰ تنه بېرته روغ شوي دي.

د کرونایروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ په ډیسمبر کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې خپور شو او په چټکۍ سره د نړۍ په کچه په یوې مرګونې ناروغۍ بدله شوه.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس د پنجشنبې تر ورځې جولای ۲۳مه (زمري دویمه) په نړۍ کې ۱۵میلیونه او ۲۳۰زره تنه په دغې ناروغۍ اخته شوي چې له دې شمېرې څه باندې ۶۲۳زره یې مړه شوي دي.