د ټرمپ وینا ته د دموکراتانو غبرګون؛ پلوسي د وینا متن څیري کړ

د امریکا د کانگرس د استازو مجلس رئیسه ننسي پلوسي

د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالد ټرمپ کلنۍ وینا ته په لومړني غبرګون کې د امریکا د کانګرس رئیسې ننسي پلوسي د ښاغلي ټرمپ د وینا متن څیري کړ.

د ولسمسشر د کلنۍ وینا تر پای ته رسېدو لږ وروسته چې د سې شنبې په ماښام فبرورۍ څلورمه (سلواغې۱۶) د کانګرس په ودانۍ یې وکړه، د دمکراتانو په استازیتوب د امریکا د میشیکن ایالت والي ګرتچن وایتمر د ښاغلي ټرمپ څرګندونو ته رسمي غبرګون وښود.

میرمن وایتمر چې د ننسي پلوسي او د امریکا د سنا په مجلس کې د دموکرات اقلیت د مشر چک شومر لخوا د ټرمپ څرګندونو ته د غبرګون ښودلو لپاره ټاکل شوې وه پر اقتصادي او د روغتیايي بېمې پر مسایلو باندې وغږېده.

ښاغلي ټرمپ د امریکا په کانګرس کې د خپلې کلنۍ ۸۰ دقیقي وینا پر مهال د متحده ایالاتو اقتصادي وده، خلکو ته د کاري فرصتونو پیدا کول، د صنعت ښه کېدل د خپلې ولسمشرۍ د درې کلنیو لاسته راوړنو په توګه یاد کړل.

خو اغلې وایتمر د ښاغلي ټرمپ څرګندونو ته په غبرګون کې وویل: "مسئله دا نه ده چې ولسمشر د پیسو د راکړي ورکړي د بازار په اړه څه وايي، مسئله داده چې میلیونونه کسان کافي پیسې نه لري چې د میاشتې په پای کې د ترانسپورټ، د تحصیلي پور یا د خپلو درملو لپاره یې ورکړي."

دغې دموکراتې والي وویل چې دموکرات والیان او قانون جوړونکي په ټوله متحده ایالاتو کې د زیربناو د رغولو پر طرحو او اقتصادي تحرک باندې تمرکز لري. هغې په سنا کې جمهوري غوښتونکي قانون جوړونکي د هغو قوانینو په تصویبولو کې په پاتې راتلو او ځنډولو باندې تورن کړل چې د اکثریت دموکراتو استازو لخوا سنا ته وړاندې شوي دي.

ښاغلي ټرمپ د خپلې وینا پر مهال وویل، هېڅ کله به اجازه ورنکړي چې سوسیالیزم د امریکا د روغتیا سیستم له منځه یوسي، خو اغلې واتمر د ټرمپ دغو څرګندونو ته په غبرګون کې وویل: "دموکراتان ستاسو (امریکایانو) د روغتیايي مراقبت سسیتم د ښه کولو په هڅو کې دي، په واشنګټن کې جمهوري غوښتونکي هڅه کوي هغه له لاسرسي لرې وساتي."

د مشیګن ایالت والي همدارنګه د امریکا په سنا کې د ولسمشر ټرمپ د محاکمې بهیر ته اشاره وکړه او جمهوري غوښتونکو استازو ته یې په خطاب کې وویل: "لکه څنګه چې په واشنګټن کې د استیضاح د بهیر شاهدان یو، داسې څه شته چې موږ ټول د خپلو حزبي غوښتونو پرته باید تقاضا وکړو... هیڅ څوک له قانون څخه لوړ نه دی."

ټاکل شوې د امریکا پر وخت چهارشنبه فبرورۍ ۵مه (سلواغې۱۶) د هغو تورنو په اړه چې د دموکرات استازو لخوا پر ولسمشر ټرمپ باندې لګېدلي دي کانګرس وروستۍ پرېکړه وکړي.

ولسمشر ټرمپ «له واک څخه د ناوړه استفادې او د کانګرس د کار په وړاندې د خنډونو د رامنځ ته کولو» د تورنو له امله د کانګرس لخوا استیضاح کیږي.