په کابل کې د پاکستان په ضد لاریون وشو

کابل کې د پاکستان سفارت مخته لاریون

په کابل کې د پاکستان سفارت مخ ته یو شمېر اعتراض کوونکو په اسلام اباد کې د افغان سفیر د لور د اختطاف او افغانستان کې د دغه هېواد «لاسوهنې» په ضد لاریون وکړ.

دغه اعتراض کوونکي چې شمېر یې لسګونو تنو ته رسېده، نن یکشنبه جولاۍ ۱۸ (چنګاښ۲۷) کابل کې د پاکستان سفارت مخې ته راټول شوي او د پاکستان د یو شمېر مذهبي او سیاسي مشرانو عکسونو ته یې اور واچوه.

کابل کې د پاکستان سفارت دروازې ته مخامخ لاریون کوونکي د پاکستان یو مذهبي مشر عکس ته اور اچوي.

له کندهار نه کابل ته یو تن راغلی اعتراض کوونکی محمد الله بابي امریکا غږ ته وویل "دا چې په اسلام آباد کې د افغانستان د سفیر لور ځورول کیږي دا ټولو افغانانو ته په سپکه کتل دي. دا مسئله غندو او خپل غږ به نور هم لوړ کړو. راتلونکو ورځو کې به بیا هم د دغه سفارت مخې ته اعتراض وکړو."

ښاغلی بابي په دې باور دی چې پاکستان د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي.

بل اعتراض کوونکی فهیم کوهدامني وايي "د پاکستان حکومت د ټولو نړیوالو قانونو خلاف د افغان سفیر د کورنۍ امنیت نه دی نیولی. دا لومړی ځل نه دی، له دې مخکې هم اسلام اباد کې د افغانستان سفارت حریم باندی تیری شوی دی."

یو شمیر لاریون کوونکي

ښاغلي کوهدامني زیاته کړه "د افغانستان په چارو کې د پاکستان لاسوهنه مو هم وغندله. له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنۍ نه مو وغوښتل چې د افغانستان په چارو کې د پاکستان لاس لنډ کړي."

د رپوټونو په بنسټ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې ناڅرګنده کسانو تېره د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې د افغانستان د سفیر لور سلسله علي خېل تښتولې وه او له څو ساعتونو وروسته یې بېرته پرېښې ده.

د یاد وزارت خبرپاڼې ویلي چې سلسله د تښتوونکو کسانو له منګلو ژغورل شوې خو د هغوی له خوا ربړول شوې او اوس مهال په روغتون کې د درملنې لاندې ده.

د بهرنیو چارو زوارت کابل کې د پاکستان سفیر تیره ورځ احضار کړی او په دې اړه یې ورته اعتراض کړی دی.

له بلې خوا د پاکستان حکومت ویلي چې صدراعظم عمران خان د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ته ویلي چې دغه قضیه په جدي ډول وڅیړي.