د بې پولې ډاکترانو ټولنه (MSF) وايي ناوړه روغتیايي سیستم، فقر، بېوزلۍ او د ښځو په وړاندې محدودیتونو افغانان له اساسي روغتیايي خدماتو څخه محروم کړي دي.
دبې پولې ډاکترانو ټولنې د دوشنبې په ورځ فبرورۍ شپږمه (سلواغې ۱۷) اوږد مهاله بشري بحران او خراب اقتصادي وضعیت په افغانستان کې د روغتیايي خدماتو په وړاندې د دایمي خنډونو په توګه یاد کړي دي.
دغه ټولنه وايي، په افغانستان کې روغتیايي خدماتو ته د لاس رسي په اړه یوه سروې تر سره کړې چې ګڼ شمېر کسانو د خراب اقتصادي وضعیت له امله روغتیايي خدماتو ته د نه لاس رسي یادونه کړې.
د بې پولې ډاکترانو ټولنه وايي د یادې سروې ۹۱.۲ سلنه ګډونوالو په تیر ۲۰۲۲ کال کې د خپلو عایداتو د کمېدو ورته ویلي چې نسبت ۲۰۲۱ میلادي کال ته ۱۵ سلنه زیاتوالي ښيي.
دا ټولنه وايي چې دغه کسان د کورنیو د لګښتونو پوره کولو لپاره مجبور شوي قرض واخلي او یا هم د خپل کور توکي او جایدادونه وپلوري.
د راپور له مخې د یادې سروې ۹۵.۵ سلنه ګډونوالو ورته ویلي چې د پیسو او عایداتو د نشتوالي امله روغتیايي خدماتو ته لاس نلري چې په خبره یې دغه شمېر نسبت ۲۰۲۱ میلادي کال ته ۲۰ سلنه زیاتوالی ښيي.
همدارنګه زیاتوي چې د دغه سروې ۹۵ سلنه ګډونوالو ورته ویلي چې په تېرو ۱۲ میاشتو کې د خوړو پیدا کولو په برخه کې له ستونزو سره مخ شوي دي.
د بې پولې ډاکترانو ټولنې د بېکارۍ زیاتوالی، له اساسي حقوقو څخه د خلکو محرومیت او بیو لوړوالی په افغانستان کې د روغتیايي خدماتو په وړاندې د لومړۍ درجې دایمي خنډونو په توګه یاد کړي دي.
دغه سازمان د نړیوالې ټولنې بندیزونه او د افغانستان شاوخوا ۷ میلیارده ډالرو پانګې کنګل کېدل هم د روغتیايي خدماتو په وړاندې خنډونه بللي دي.
په راپور کې ویل شوي چې کله ناکله افغان مېرمنې له دومره سختې خوارځواکۍ سره مخامخ کیږي چې حتا خپل ماشوم ته د شیدو ورکولو توان هم نلري. د سرچینې په وینا ځينې افغان مېرمنې خپلو نوو زېږېدونکو ماشومانو ته په بوتلونو کې چای ورکوي چې په خبره یې دا ډېرې ناوړه پایلې لري.
یادې ټولنې ویلي چې د دغه سروې ۸۸ سلنه ګډنوالو ورته ویلي چې د اقتصادي ستونزو له امله یې خپل درملنه ځنډولې او یا هم روغتیايي مرکزونو ته پر وخت نه دي تللي چې په خبره یې نسبت ۲۰۲۱ کال ته ۱۴.۳ سلنه زیاتوالی ښيي.
د بې پولې ډاکترانو ټولنې د مجهزو روغتیايي مرکزونو، کافي امکاناتو او مناسب پرسونل نشتوالی په افغانستان کې د روغتیايي خدماتو په وړاندې له نورو اساسي ستونزو څخه بللي دي.
په افغانستان کې د بې پولې ډاکترانو تولې مشرې فیلیپه ریبیرو ویلي: "دا په دې معنا ده چې په افغانستان کې د لیري پرتو سیمو اوسېدونکي باکیفیته روغتیايي خدماتو ته د لاس رسي لپاره باید زیاته فاصله ووهي، پداسې حال کې چې زیات شمېر کسان دا کار نشي کولای... هیله ده چې د جګړې پای ته رسېدل په بشپړه توګه د روغتیايي خدماتو ته په وړاندې خنډونه کم کړي."
د یاد راپور له مخې د یادې سروې ۶۰ سلنه ګډونولو ورته ویلي چې په افغانستان کې نسبت نارینه وو ته ښځې روغتیايي خدماتو د لاس رسي په برخه کې له ستونزو سره مخ دي. د دوی په وینا ځکه مېرمنې د کلتور او ټولنې د رواج له امله محرم پرته نشي کولای روغتیايي مرکزونو ته ولاړې شي.
د بې پولې ډاکترانو ټولنې په افغانستان کې د طالبانو حکومت لخوا د نجونو پر زده کړو او غیر دولتي سازمانونو کې د ښځو پر کار د بندیز پرېکړه هم په دغه هیواد کې روغتیايي خدماتو ته د لاس په وړاندې له مهم خنډونو څخه بللي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د ۲۰۲۲ میلادي کال په ډسمبر میاشت کې په دغه هیواد کې په پوهنتونونو کې د نجونو پر زده کړو او په غیر دولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز اعلان کړ.
په راپور کې ویل شوي په داسې حال کې چې د افغانستان په اکثره روغتیايي مرکزونو کې ښځينه ډاکترانو او متخصصینو ښځينه ډاکترانو ته اړتیا زیاته ده، خو وايي چې د یادې اړتیا پوره کول دا مهال ستونزمنه شوې ده.
د بې پولې ډاکترانو ټولنه زیاتوي چې د دوی ښځينه کار کوونکو / ډاکترانو تیر کال په افغانستان کې له څه باندې ۴۲۰۰۰ مېرمنو سره د زېږون پرمهال مرسته کړې چې ۸۰۰۰ یې زیات ستونزمن او پېچلي زېږونونه و.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې یو شمېر نورو نړیوالو بنسټونو هم د اقتصادي ستونزو له امله په افغانستان کې روغتیايي خدماتو ته د خلکو نه لاس رسي په اړه اندېښنه ښودلې وه.
یادو بنسټونو ویلي و چې په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو او غیر دولتي سازمانونو کې د ښځو پر کار بندیز به په دغه هیواد کې روغتیايي خدماتو لاس رسی په ځانګړي ډول د ښځو لاس رسئ ستونزمن کړي.