ټرمپ: فکر کوم "ایران اور سره لوبه کوي"

وروسته له هغه چې ایران اعلان وکړ د ۲۰۱۵ کال د نړیوال قرار داد تعهدات یې مات کړي او په ټیټ غلظت د یورانیمو د تولید له کچې اوښتی جمهور رئیس ټرمپ وویل دی فکر کوي چې "ایران له اور سره لوبه کوي".

ښاغلي ټرمپ خبریالانو ته وویل دی ایران ته د ویلو لپاره څه نلري:" ایران ته پیغام نلرم.هغوی پوهیږي چې څه کوي. هغوی پوهیږي چې له څه سره لوبه کوي او زه فکر کوم له اور سره لوبه کوي. بنا ایران ته هیڅ پیغام نشته."

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د دوشنبې په ورځ وویل تهران له نړۍ سره د ۲۰۱۵ کال د نړیوال قرار داد د ژمنو له مخې د خپلو حقونو پر اساس عمل کوي هغه قرار داد چې د ټرمپ حکومت تیر کال ورڅخه ووت.

ښاغلي ظریف زیاته کړه:" لکه څنګه چې مو مخکې اعلان وکړ ایران د یورانیم د غني کیدو د ۳۰۰ کیلوګرامه مقدار څخه واوښت.موږ ډیر واضح ویلي وو چې څه کوو او نن عمل پرې کوو. موږ د نړیوال قرار داد پر اساس دا خپل حق ګڼو."

د ایران د پارلمان مشر علي لاري جاني نن سه شنبه په یوې ټلویزیوني وینا کې وویل، جمهور رئیس ټرمپ باید په دې پوه شي چې ایران د فشار پرمهال ډیر یو موټی شوی دی.

علي لارې جاني زیاته کړه:" ښاغلی ټرمپ باید په دې پوه شي کله چې د یوه متمدن هیواد په وړاندې د زور په ژبه خبرې کوئ، هغوی ډیر یو موټی کیږي. که ټرمپ په دې خبره پوه شي نو په سیمه کې یې دیر مشکلات هواریږي. خو په ډې اړه شک لرم ځکه دغه مفاهیم ژور درک غواړي او دا په سیمه کې د هغوی مشکل دی."

له دې وړاندې سپینې ماڼۍ په یوه بیان کې د امریکا پر موقف یو ځل بیا ټینگار کړی او ویلي یې دي هیڅکله به ایران ته د اټومي وسلو د جوړیدو اجازه ورنکړي.

امریکا او ایران ویلي جګړه نغواړي. خو د امریکا جمهور رئیس د هغو کسانو له خوا چې د ایران د نیابتي جګړې په وړاندې د نظامي اقدام او هغو کسانو له خوا چې د تاوتریخوالو د کمیدو غوښتنه کوي، تر فشار لاندې دی.

د واشنګټن او تهران ترمنځ تاوتریخوالي وروسته له هغه زیات شول چې ایران په منځني ختیځ کې د امریکا یوه بې پیلوټه الوتکه وویشتله.

له دې پيښې وروسته امریکا د ایران د مذهبي مشر آیت الله علي خامنه يي په ګډون ددغه هیواد په یو شمیر مشرانو بندیزونه ولګول.