جوزجان کې طالبانو سره نښته کې ۱۴پاڅونوال وژل شوي

د جوزجان ولایت په فیض اباد ولسوالۍ کې د طالبانو برید کې ۱۴حکومت پلوه سیمه ییز پاڅونوال وژل شوي دي.

د جوزجان د والي ویاند عبدالمعروف اذر د دوشنبې په ورځ د «مرغومې پر۹مه» امریکا غږ ته وویل، چې دغه پېښه تېره شپه د دغه ولسوالۍ په حیدر اباد سیمه کې پر امنیتي پوستو د طالبانو د برید پرمهال رامنځته شوې ده.

نوموړي زیاته کړه:"تېره شپه درې بجې له تیارې څخه په استفادې په حیدر اباد سیمه کې طالبانو ډله ییز بریدونه پیل کړل، په پایله کې ۱۴ امنیتي سرتېري شهیدان شول."

چارواکي وايي، د طالبانو د برید پر مهال دوه افغان سرتیري نادرکه شوي، چې تر دا مهاله یې برخلیک نه دی معلوم.

سیمه ییزو چارواکي همدارنګه وايي، چې په دغه نښته کې ۷ تنه وسله وال طالبان هم وژل شوي او درې تنه نور ټپیان شوي دي.

طالبانو د دغه برید د مسؤلیت په منلو سره د ۱۵ امنیتي سرتېرو د وژل کېدو ادعا کړې ده.

فیض اباد ولسوالي د افغانستان د شمال حلقوي سړک پر سر پرته ده چې جوزجان ولایت له بلخ سره نښلوي.

پر دغه لار تلوونکي مسافر وايي، په دې وروستیو کې د طالبانو د فعالیت زیاتېدو له امله د شپې لخوا پر دغه لار تګ ستونزمن شوی دی.

په افغانستان کې د تاوتریخوالي د پېښو په دوام وړمه شپه د تخار ولایت په خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې هم د طالبانو برید کې ۱۷ حکومت پلوه سیمه ییز پاڅونوال وژل شوي و.

د افغانستان دفاع وزارت هم نن دوشنبه ویلي، چې په غزني او بلخ ولایتونو کې د هوايي او ځمکنیو عملیاتو پرمهال ۳۳ وسله وال طالبان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

دغه تازه مرګ ژوبله پر داسې مهال رامنځته کېږي، چې ځینو غربي رسنیو د طالبانو لخوا پر موقت اوربند د موافقې خبر ورکړی دی.

خو د طالبانو د قطر د فتر ویاند سهیل شاهین بیا د یادو راپورونو په ردولو سره ویلي، که په دې برخه کې څه و له خلکو سره به یې شریک کړي.

تېره ورځ د طالبانو یو بل ویاند ذبیح الله مجاهد هم امریکا غږ ته وویل، چې په دې اړه مشورې روانې دي او د اوربند پر غوښتنه لا پرېکړه نه ده شوې.