تیره اونۍ شا اوخوا ۱۵۰۰ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ـ سراج

د افغانستان د ملي امنیت عمومي رئیس احمد ضیاء سراج

د افغانستان د ملي امنیت عمومي رئیس احمد ضیاء سراج وايي تېره اونۍ د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې د افغان ځواکونو په بریدونو کې شاوخوا ۱۵۰۰ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ښاغلي سراج نن شنبه مۍ ۲۹ (غبرګولې اتمه) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د مرګ ژوبلې زیاتوالی د طالبانو په لیکو کې د اختلافاتو پیدا کېدو لامل هم شوی دی.

هغه زیاته کړه: "د مرګ ژوبلې له اړخه تېره اونۍ د دښمن لپاره مرګونې وه. د افغانستان په بېلابېلو برخو کې شاوخوا ۱۵۰۰ مړه او ټپیان شوي دي، دغه مرګ ژوبلې خپله د هغوی د رهبرۍ په منځ کې یو ډول اختلافات رامنځته کړي دي."

له دې سره هم مهاله د افغانستان دفاع وزارت وايي اوس مهال د هیواد په ۱۸ ولایتونو کې د افغان سرتېرو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده چې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان نن شنبه امریکا غږ ته وویل چې په ننګرهار، لغمان، خوست، غزني، لوګر، پکتیکا، زابل، بادغیس، غور، فاریاب، بلخ، جوزجان، سرپل، سمنګان، هلمند، بغلان، بدخشان او کندز کې د طالبانو بریدونه دفعه شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې د تېرو ۲۴ ساعتونو راپدېخوا د افغان ځواکونو هوايي او ځمکنیو بریدونو کې ۲۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۹۵ نور ټپیان شوي دي.

د افغانستان دفاع وزارت چارواکي وايي چې د وسله والو طالبانو د بریدونو د دفاع کولو لپاره یې پوره چمتووالی نیولی دی.

بلخوا د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین خبریالانو ته ویلي چې پولیسو د تخار په چاه آب ولسوالۍ کې د طالبانو برید پر شا تمبولی دی.

هغه ویلي چې دغه نښته د یادې ولسوالۍ په «ګذر سفکان، ګذر ایزنه، لب دشت او تانګ تیل کریم» سیمو کې رامنځته شوې ده.

د ارین د معلوماتو په اساس په دغه جګړه کې ۳۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند په دغه نښته کې د څلورو پولیسو ټپي کېدل تائید کړي دي.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.