ځواک: هلمند کې د ملکي مرګ ژوبلې د عامل څېړنه کوو

د هلمند ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ملکي مرګ ژوبلي د عامل د معلومېدو لپاره یو پلاوی ټاکل شوی.

چارواکي پر داسې مهال په دې اړه د څېړنو خبر ورکوي چې د دغه ولسوالۍ د اوسېدونکو په وینا تېره شپه د زمبولي په نوم سیمه کې د هوايي بریدونو پرمهال د څلورو کورنیو غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک د دوشنبې په ورځ امریکا غږ اشنا راډیو ته وويل چې د لمړنيو راپورونو له‌مخې تر دا مهاله د ۳ وژل شوو او ۹ ټپیانو راپور ولایت مقام ته رسېدلی دی.

ویل کېږي په وژل شویو او ټپیانو کې مېرمنې او ماشومان هم شامل دي.

د هلمند د والي ویاند زیاته کړه:"دغه پېښه تېره شپه نږدې ۲ بجې رامنځته شوې په ۹ ټپیانو کې ۵ ماشومان، یو سپين ږیری او ۳ هم مېرمنې شاملي دي او ۳ کسان وژل شوي تر اوسه لا دقیق معلومه نه ده چې دغو ملکي کسانو ته د جګړې د کوم لوري له لخوا مرګ ژوبله اوښتې او که هوايي برید شوی دی؟ خو ولایت مقام یو پلاوي ته دنده سپارلې چې د ملکي مرګ ژوبلې د رامنځته کېدو عامل معلوم کړي."

د ګرشک ولسوالۍ یوه امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط اشنا راډیو ته وويل چې خاصو افغان قواوو د نړیوالو ځواکونو په مرسته د زمبولي په سیمه کې د وسله والو پر یوه مهم مرکز برید وکړ چې وروسته وسله والو د ولسي خلګو له کورونو څخه بریدونه پيل کړي.

سرچینه زیاته وي چې د زمبولي تر څنګ د سیدانو او ډاګیانو په سیمه کې ملکي کسانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې چې شمېر ۱۵ تنو ته رسیږي، خو د وژل شویو او ټپیانو شمېر يې دقیق څرګند نه کړ.

تر دا مهال د افغانستان ځانګړو ځواکونو او وسله والو طالبانو په دې اړه تبصره نه ده کړې.

بلي خواته په لښکرګاه ښار کې د بیړنیو طبي مرستو د رسولو روغتون یا ایمرجنسي کې د پېښې د قربانیانو پایوازان وايې چې روغتون ته يې ۹ ټپیان او د پنځو وژل شویو کسانو جسدونه را وړي دي.

دوی زیاته وي چې په سیمه کې لاهم ځيني قربانیان پاته دي چې ممکن د ملکي مرګ ژوبلي دا شمېر نور هم زیاته شي.