د تاوتریخوالي‌ نوې څپې؛ 'طالبانو لسو ورځو کې ۶۳ ملکیان وژلي'

عکس(ارشیف)

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د طالبانو له لوري په تېرو لسو ورځو کې د ۶۳ ملکیانو د وژل کېدو او ۱۸۰ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړ.

د کورنیو چارو وزارت نن یکشنبه اپرېل۲۵(غويي ۵) په یوې اعلامیې کې ویلي چې ملکي وګړو ته دغه مرګ ژوبله د هیواد په بېلابېلو سیمو کې د وسله والو طالبانو په شپږو موټر بم، ۲۶ ماین چاودنو او وسله والو بریدونو کې اوښتې ده.

د وزارت د معلوماتو په اساس په وژل شویو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د کورنیو چارو وزارت همدارنګه زیاته کړې چې د وسله والو طالبانو په یادو موټر بم او ماین چاودنو کې د ځاني زیان ترڅنګ خلکو ته مالي زیانونه هم رسېدلي دي.

د دغه وزارت څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د طالبانو د تهاجمي عملیاتو په ځواب کې د یادې ډلې مهم قوماندان هم د افغان ځواکونو په بریدونو کې وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو په تیرو لسو ورځو کې د ملکي تلفاتو په اړه د کورنیو چارو وزارت اعلامیه رد کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ په غزني ولایت کې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله د چارواکو په وینا څلور ملکي وګړي ووژل شول او دوه تنه نور ټپیان شول.