د اروپايي ټولنې ۱۵ هیوادونه غواړي دریم هیواد ته پناه غوښتونکي ولیږل شي

عکس: ارشیف - اروپایي هیوادونو ته تلونکي پناه غوښتونکي

د اروپايي اتحادیې پنځلس غړي هیوادونه غواړي د غیرقانوني مهاجرینو د اداره کولو لپاره دریمګړي هیواد ته د یو شمیر مهاجرینو د استولو په ګډون پداسې حال کې "نوې لارې" پلې کړي چې دغې ټولنې پدې وروستيو کې د پناه غوښتنې نوي مقررات تصویب کړي دي.

دغو هیوادونو د می په ۱۵ نیټه خپل ګډ دریځ اروپایی کمیسیون ته په یوه لیک کې وړاندې کړ چې نن د پنجشنبې په ورځ مۍ ۱۶ خپور شو.

دا وړاندیز د اروپايي اتحادیې په ۲۷ هیوادونو کې د اروپا د پارلمان د ټاکنو څخه لږ څه دمخه لیږل شوی؛ په کومو ټاکنو کې چې اټکل کیږي د مهاجرت ضد ښي اړخه ګوندونه پرمختګ وکړي.

دغه ګډ دریځ اتریش، بلغاریا، قبرس، چک جمهوریت، ډنمارک، فنلند، استونیا، یونان، ایټالیا، لاتویا، لیتوانیا، مالتا، هالنډ، پولنډ او رومانیا لاسلیک کړی دی.

په دې وړاندیز کې، دوی د اروپايي اتحادیې له اجرائیوي څانګې څخه غوښتي چې "اروپا ته د غیر منظم مهاجرت د مخنیوي لپاره نوې لارې چارې او حل لارې وړاندیز کړي".

دوی له اروپايي اتحادیې غواړي چې د پناه غوښتنې او مهاجرت تړون سخت کړي؛ په کوم کې چې سخت سرحدي کنټرول او د رد شویو پناه غوښتونکو د اخراج ګړندي کول په کې شامل دي.

دا نوی تړون چې د ۲۰۲۶ کال څخه عملي کیږي، د هغو کسانو ارزونه چټکه کوي چې له اسنادو پرته اروپایي ټولنې ته راځي او په سرحدونو کې د توقیف نړي مرکزونه جوړوي.

دا ۱۵ هیوادونه همداشان د داسې میکانیزم د رامنځته کولو هڅه کوي چې د مهاجرو کښتۍ کشف او هغوی "د اروپایی اتحادیې څخه بهر د یو ملګري هیواد په دمخه ټاکل شوي امن ځای ځای پر ځای شي چې د دې مهاجرینو لپاره دوامداره حل وموندل شي".

دوی وایي دا به اسانه وي چې دریمګړي هیواد ته پداسې حال کې پناه غوښتونکي ولیږل شي چې د هغوی د ساتنې غوښتن لیکونه ارزول کیږي.

اروپايي کمیسیون ویلي چې دا وړاندیز به مطالعه کړي، که څه هم یوې ویاندې، انیتا هیپر، زیاته کړه چې "زموږ ټول کار او تمرکز اوس د مهاجرت او پناه غوښتنې د تړون په پلي کولو باندې دی".

د اروپايي اتحادیې قانون وايي هغه خلک چې دې ټولنې ته له اسنادو پرته ننوزي، کیدای شي یو بهرني هیواد ته واستول شي چیرته چې دوی پناه وغواړي -- تر هغه چې هغه هیواد خوندي وګڼل شي او تقاضا کوونکي ورسره ریښتینی اړیکه ولري.

دا شرایط د هغه طرحې څخه توپیر لري چې د بریتانیا لخوا چې د اروپایي ټولنې غړی هیواد ندی رامینځته شوي او له مخې یې بریتانیا ته د رسیدو سره د غیرقانوني مهاجر د پناه غوښتنې حق ردیږي او پرځای یې روانډا ته لیږل کیږي.