د لاس رسي وړ اتصالات

بریتانیا له دغه هېواد څخه  لومړنی غیرقانوني کډوال روانډا ته ولیږه


د انګلش چینل د لارې په وړو کښتیو کې زرګونه پنا غوښتونکو ځانونه تر برتانیې رسولي دي.
د انګلش چینل د لارې په وړو کښتیو کې زرګونه پنا غوښتونکو ځانونه تر برتانیې رسولي دي.

د بریتانیا حکومت د چهارشنبې په ورځ،‌ مې لومړۍ نیټه (غوايي ۱۲مه) تائید کړه چې په پام کې لري هغه یو شمېر غیرقانوني کډوال چې په دې وروستیو کې نیول شوي، د جولای په میاشت کې روانډا ته ولیږي.

د بریتانیا حکومت دا خبره پداسې حال کې کوي چې ددغه هېواد قانون جوړونکو تیره اوونۍ له میاشتو میاشتو جنجالي بحثونو وروسته،‌ رونډا ته د غیرقانوني کډوالو د لیږلو قانون تصویب کړ. ددغه نوي قانون له مخې ځینې پناه غوښتونکي کولای شي چې روانډا ته د دریم خوندي هیواد په توګه واستول شي.

پدې لړ کې د سه شنبې په ورځ، د بریتانیا حکومت تایید کړه چې لومړی پناه غوښتونکی یې روانډا ته لیږلي دی.

غه پناه غوښتونکی چې د دوشنبې په ورځ له بریتانیې څخه وایستل شو، تیر کال د پناه غوښتنې د قضیې د ردیدو وروسته یې د روانډا پلازمینې کیګالي ته د تلو سره موافقه کړې وه.

د رسنیو د رپوټ په حواله، دغه افریقایي تبعه په یوه سوداګریزه الوتکه کې له بریتانیا څخه وتلی،‌ د بریتانیا څخه د وتلو د موافقې په بدل کې به ۳۰۰۰ پونډه (۳۷۵۰ ډالر) ترلاسه کړي.

د بریتانيا صدراعظم ریشي سوناک، چې ژمنه یې کړې د اروپايي هېوادونو‌څخه بریتانیا ته په کوچنیو کښتیو کې د کډوالو د راتګ مخه ونیسي، تیره اوونۍ وویل، چې د غیرقانوني کډوالو د اخراج د پروازونو د پیل څخه مخکې چې تر راتلونکو لسو یا ۱۲ اوونیو پورې پیلیږي، ددغو کډوالو د نیولو لړۍ به سمدستې پیل کړي.‌

په روانه اوونۍ کې ځينې داسې رپوټونه خپاره شول چې د بریتانیا د کډوالو د څانګې مقاماتو یوشمېر غیرقانوني کډوال رونډا ته د لیږلو په موخه نیولي دي. بلخوا د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ،‌ مې لومړۍ نیټه (غوايي ۱۲مه) "په ټول هیواد کې د غیرقانوني کډوالو د نیولو د یو لړعملیاتو" د پیل کولو خبر ورکړ.‌

په رپوټونو کې ویل شوي: "لومړي ناقانونه کډوال چې روانډا ته لیږل کیږي، توقیف شوي دي."

د بریتانیا د کورنیو چارو وزیر جیمز کلیورلي وویل: "موږ ډیره هڅه کوو ترڅو هغه کسان ونیسو چې دلته د اوسیدو اجازه نلري او همدارنګه وکولای شو د الوتکو له لارې رونډا ته د هغوي د لیږلو لاره هواره کړو".

همدارنګه د بریتانیا حکومت یو بل جګپوړي مقام وویل، حکومت تمه لري چې سږکال ۵۷۰۰ غیرقانوني کډوال روانډا ته وروسته له هغه واستوي، چې د کورنیو چارو وزارت تایید کړه چې کیګالي "په اصولو کې" د دې شمیر کډوالو منلو سره موافقه کړې ده.

د بریتانیا د حکومت یو بل چارواکی وویل: "دغه موافقه به هغو خلکو ته اجازه ورکړي چې په بریتانیا کې د کډوالو په توګه د اوسیدو اجازه نلري،‌ یو خوندي دریم هیواد ته ولیږدول شي او هلته د خپل ژوندانه په بیارغونه کې مرسته وکړي. "

دا بریتانیا حکومت لخوا رونډا ته زرګونو غیرقانوني‌ کډوالو د لیږلو خبره پداسې حال کې کیږي،‌ چې زرګونه کډوال چې ډیری یې په افریقا، منځني ختیځ او آسیا کې له جګړو تښتیدلي دي، په وروستیو کلونو کې د "انګلش چینل" له لارې د انساني قاچاق وړونکو لخوا د وړو کښتیو په مرسته د بریتانیا ساحلونو ته ځانونه رسولي دي.

ددغو کډوالو مخنیوي د صدراعظم ریشي سوناک د حکومت له لومړیتونو څخه شمېرل کیږي، خو منتقدین وايي، په برتانیا کې د کډوالو د پناه غوښتنې قضیو ته د رسیدګۍ پرځای، روانډا ته د هغوی د لېږلو پلان "غیر انساني" دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG