د لاس رسي وړ اتصالات

ایټالیا پناه غوښتونکي د پروسس دپاره البانیا ته لیږي


سږکال تر دې دمه له ۱۴۵ زره څخه ډیر پناه غوښتونکي د ایټالیا ساحلونو ته رسیدلي.
سږکال تر دې دمه له ۱۴۵ زره څخه ډیر پناه غوښتونکي د ایټالیا ساحلونو ته رسیدلي.

د ایټالیا حکومت د دوشنبې په ورځ نومبر شپږمه (لړم ۱۵) اعلان وکړ چې د مدیترانیې په بحیرې کې ژغورل شوي لسګونه زره کډوال په البانیا کې د کډوالو دپاره ځانګړو شویو مرکزونو ته لیږي، ترڅو روم د دوی د پناه غوښتنې قضیې وڅیړي.

د ایټالیا او البانیا تر منځ، چې د اروپايي اتحادیې غړیتوب نلري، دا معامله په روم کې د البانیا د صدراعظم ایدي راما او د ایټالیا د ښي اړخې صدراعظمې جیورجیا میلوني تر منځ د کتنې وروسته شوې ده.

میلوني تیر کال د ایټالیا د عمومي ټاکنو له ګټلو وروسته ژمنه وکړه چې ایټالیې ته د غیرقانوني مهاجرت مخه به نیسي.

د میلوني دفتر په یو بیان کې وویل، چې په "سمندر کې د ژغورل شويو مهاجرینو د پناه غوښتنې غوښتنلیکونو د ګړندي پروسس یا احتمالي بیرته ستنولو" دپاره په البانیا کې جوړ شوي دوه مرکزونه په یو وخت د ۳۰۰۰ کسانو د اوسېدو ځای لري.

دغه مرکزونه به د ايټاليا په مالي لګښت د البانيا په شمال لويديځ کې د شينجين په بندر او د ګجادر په سيمه کې پرانیستل شي او په کال کې به د څه د پاسه ۳۹ زره کسانو د پروسس کولو وړتیا ولري.

میلوني د راما سره کتنې وروسته خبریالانو ته وویل چې ماشومان ، میندواره میرمنې او "زیانمنونکي خلک" به دې مرکزونو ته نه لیږل کیږي.

د هغې دفتر وویل چې ایټالیا به په دې مرکزونو کې چې ټاکل شوې ده د ۲۰۲۴ کال په پسرلي کې کار پیل کړي، قانوني واک ولري.

د شینجین مرکز به د نويو راغلو کډوالو پیژندلو او سکرین کولو لپاره وکارول شي ، پداسې حال کې چې د بیرته ستنولو لپاره نومول شوي کډوال به د ګجادر مرکز ته استول کیږي.

د دې تړون د اعلانولو په اعلامیه کې، د میلوني دفتر له البانیا سره د ایټالیا د سوداګرۍ پر اهمیت ټینګار کړی او په اروپايي اتحادیه کې یې د البانیا د شاملیدو ملاتړ ښودلی دی.

د میلوني ددې خبرداريو سره سره، چې له شمالي افریقا څخه ایټالیا ته د پناه غوښتونکو د کښتیو مخه به نیسي، سږکال تر دې دمه له ۱۴۵ زره څخه ډیر پناه غوښتونکي د ایټالیا ساحلونو ته رسیدلي. تیر کال په عیني موده کې دغه شمېره ۸۸ زره وه.

د ایټالیا د حکومت د مخالف زرغون ګوند مشر او د پارلمان غړي انجیلو بونیلي د پناه غوښتونکو په اړه له البانیا سره د ایټالیا معامله "د کنوانسیونونو او نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه" بللې ده.

هغه په یو بیان کې ویلي چې حکومت "خپل مسئولیتونه نورو ته سپاري، او د توقیف کمپونو په جوړولو سره دا خطر رامینځته کوي چې ښايي د انساني کرامت درناوی او مناسب معیارونه پکې تضمین نه وي."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG