د مهاجرو د مخنیوي لپاره د اروپا نوی پلان

د اروپایي هیوادنو مشران د پنجشنبې په ورځ ( اکټوبر ۱۸) د دویمې ورځې لپاره په بروکسیل کې راغونډ شول څو د مهاجرت، امنیت او د هغو هیوادونو په برخلیک خبرې وکړي چې د یورو پولي واحد کاروي.

د اروپایي اتحادیې مشران د داسې یوه پلان د عملي کیدو هڅه کوي چې له مخه یې د دې اتحادیې د غړو هیوادونو سرحدونه پیاوړي کوي، اروپا ته د مهاجرت مخه نیسي او شمالي افریقا سره همکاري پراخوي.

د اروپایي اتحادیې د بهرني پالیسي مشره فدیریکا موگیرني نن پنجشنبې په بروکسل کې وویل ټاکل شوې ده ددې اتحادیې مشران په دوو مسلو؛ مهاجرت او افریقا سره د شراکت په اړه خبرې وکړي.

میرمن فدیریکا موگیرني وویل" د مهاجرو پر مسلې زموږ د کار یوه برخه بهرنی اړخ لري. موږ به په دې اړه د ملگرو ملتونو او د افریقایي اتحادیې سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړو. موږ د لارو د ادارې په پروژو د بانگه اچونې لپاره د غړو هیوادونو مرستو ته اړتیا ولرو. "

د اروپايي ټولنې د پارلمان مشر انتونیو تجاني وویل له یو شمیر اروپايي او غیر اروپايي هیوادونو سره به کار وشي څو د قاچقبرانو د پلټلو ، نیولو او محاکمه کولو بهیر ګړندی شي" زما نظریه ډیره روښانه ده. موږ باید خپل سرحدونه پیاوړي کړو. اروپایي اتحادیه کې دننه ستونزه نشته بلکې شاوخوا کې یې ده. مونږ باید د ایتالیا، یونان، فرانسه، اسپانیه، مالتا او جرمني په څیر هیوادونو سره مرسته وکړو ځکه د دغو هیوادونو لپاره ستونزه ډیره لویه ده."

په دې غونډه کې له اروپايي ټولنې څخه د بریټانیا پر وتلو هم بحث وشو. ټاکل شوېده بریټانیا د مارچ په ۲۹ له اروپايي ټولنې څخه ووځي.

د بریټانیا لومړۍ وزیرې وویل" موږ په دواړو برخو کې پرمختگ کړی دی، هم د اروپایي اتحادیې څخه د وتلو د موافقې او هم د دغې اتحادیې سره په راتلونکې شراکت او اړیکو. د وتلو په موافقې کې، ټول باید خبر اوسئ چې د شمالي ایرلند او ایرلند ترمنځ د سرحد په سر لا مسلې شته."