د لاس رسي وړ اتصالات

جرمن محافظه کاره متحدین غواړي د مهاجرینو شمیر محدود شي


د اروپايي‌ ټولنې غړي د کډوالو د روان بهیر د مخنیوي په څرنګوالي کې د نظرونو او تګلارو سخت اختلاف لري.

د جرمني صدراعظمې انګیلامیرکل د دوشنبې په ورځ (جون۱۸) وویل د هغې د محافظه کاره ګوند دواړه ډلې (سي.ډي.و او سي.اس.یو) د مهاجرینو د انسجام دپاره مشترکه هدف لري او جرمني ته د پناه وړونکو کسانو په شمیر کې د پام وړ کموالې راوړي.

صدراعظمې میرکل وویل هغو کډوالو ته به اجازه ورنکړي چې د اروپا په بل هیواد کې يي نوم لیکنه کړې وي، خو دا یادونه يي وکړه چې دومره ژر به داسی یو میکانیزم عملي نشي چې په اتوماتیک ډول په سرحد کې مهاجرین رد کړي.

د جرمني حاکمه ګوند نن په برلین کې غوڼډه لرله او د مهاجرت موضوع يي پکې بحث کړه
د جرمني حاکمه ګوند نن په برلین کې غوڼډه لرله او د مهاجرت موضوع يي پکې بحث کړه

صدراعظمې میرکل په ٢٠١٥ کال کې ویلي وو چې د ټولو هغو مهاجرینو پرمخ د جرمني دروازې پرانستې دي چې د جګړو تښتي او د ښه ژوند په هیله دي.

د جون په شلمه د کډوالو نړۍ واله ورځ لمانځل کیږي، خو اروپايي اتحادیه د هغو کډوالو د لوی جنجال سره مخامخه ده چې سمندري او نورو سرحدونو ته يي په زرګونو مهاجرین ور روان دي.

د یکشنبې په ورځ (جون۱۷) د ایټاليې د سمندري محافظت بیړیو د بشري مرستو د یوې لویې کشتۍ په همکارۍ ٫٦٢٩ا کډوال هسپانیې ته انتقال کړل. دا کډوال تیره اونۍ د لیبیا د یو ساحل نه، چې د قاچاقبرانو په وړو کشتیو کې سپاره وو، وژغورل شوو.

د جنوبی اروپا هیوادونه د کډوالو د نوي بهیر په اړه اندېښمن دي او غواړي د اروپايي اتحادیې د پالیسۍ دفتر د مهاجرینو د ستونزې دپاره د حل یوه منصفانه لاره پیدا کړي ترڅو هر هیواد په مناسبه اندازه د همکارۍ مسؤلیت واخلي.

د اروپايی اِتحاد یوقانون چی ددبلین قانون او مقررات نومیږي غړي هېوادونه مکلفوی چې هرهغه غړی دولت چی کډوال اول ورداخلیږی نوهغوی د پناهندگۍ د درخواستونو داجراآتو مسوولیت لری.

یوه نایجریايۍ چې د ایټالیا سرحد ته رسیدلې او پولیس ورته لارښوونه کوي
یوه نایجریايۍ چې د ایټالیا سرحد ته رسیدلې او پولیس ورته لارښوونه کوي

د اروپايي اتحادیې یو قانون دادی چې هر کډوال لمړی کوم هیواد ته داخلیږي، باید هماغه هیواد د پناه اخستو اجرایې مسؤلیت هم واخلي. خو دا کار د مدیترانې د سمندرګې په غاړه هیوادونو لکه یونان، مالتا او ایټالیا فشار زیاتوي ځکه اکثریت کډوال لمړی همدغو پولو ته رسیږي.

ددی راپور ویدیوې بڼه دلته لیدلی شئ:

اروپا او مهاجرین
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:40 0:00

XS
SM
MD
LG