سږکال فراه کې د هندواڼو حاصلات زیات شوي- چارواکي

تېر کال د دغه محصول بیه د مارکېټ نشتوالي له امله یوه کیلو په درې افغانیو ته هم راټیټه شوه

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت، په روان کال کې د فراه ولایت د هندواڼو حاصلاتو د شپږ سلنې ډېروالي خبر ورکړی.

د دغه وزارت په اعلامیې کې چې نن دوشنبه (غبرګولی ۱۲/ جون ۱) خپره شوې راغلي دي چې د دې ولایت د حاصلاتو سږنۍ کچه څه باندې ۶۷۹ زره مټریک ټنو ته رسیږی.

په اعلامیې کې د فراه ولایت د کرنې ریاست د چارواکو له قوله راغلي چې دغه حاصل پر ۱۹ زره او ۱۵۰ هکټاره ځمکې باندې کرل شوي دي.

یادې ځمکې د فراه په پشت رود، خاک سفید، بالابلوک، بکوا، شیب کوه او پشت کوه ولسوالیو کې دي.

د کرنې وزارت د معلوماتو پر بنسټ پروسږ کال د فراه ولایت د هندواڼو محصولات څه باندې ۶۵۰ زره مټریک ټنه و.

افغانستان کې فراه له ټولو ولایتونو نه ښې او ډېرې هندواڼې تولیدوي.

تېر کال د دغه محصول بیه د مارکېټ نشتوالي له امله یوه کیلو په درې افغانیو ته هم راټیټه شوه چې ځینو بزګرانو په اعتراضي ډول د خپلې ځمکې حاصل سړکونو باندې واچول او موټر پرې تېرېدل.

دغه مدني حرکت په خواله رسنیو کې پراخ غبرګونونه راوپارول او ځینو بنسټونو د فراه محصول د اخیستلو لپاره د هندواڼو د خوړلو جشنونه وکړل.

دا چې سږ کال به د فراه هندواڼې په مناسبه بیه خرڅې شي یا هم بیا به په لویې لارې کې په سړکونو پاتې شي د دغه ولایت چارواکي وايي چې ځينې تدابیر یې نیولي دي.

د فراه د کرنې وزارت ویلي چې د فصل په ټولولو کې پر وارداتي هندواڼو باندې به تعرفه لوړه شي.