فنلنډ اوکراین ته لیوپارد۲ ټانګونه ورکوي

د اوکراین جګړه

فنلنډ له اوکراین سره د میلیونونو ډالرو نوې مرسته اعلان کړه، جي-۷ په روسیې باندې د نویو بندیزونو د لګولو پلان لري او ملګري ملتونه په اوکراین کې د «عادلانه او دوامداره سولې» په طرحې رایه اچوونه کوي.

سبا جمعه فبروري ۲۴ (کب پنځمه) په اوکراین باندې د روسیې د یرغل یو کال پوره کېږي. په تازه اقدام کې د فنلنډ حکومت نن پنجشنبه له اوکراین سره د ۱۶۹ میلیون ډالرو تازه مرستې اعلان کړې چې په کې د لیوپارډ۲ ټانګونه هم شامل دي.

د فنلنډ د دفاع وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي‌ دي چې دا ټانګونه د ماین پاکۍ لپاره مجهز شوي او په اعلان شویو مرستو کې د دغو ټانګونو د ساتلو او ورڅخه د کار اخیستو لپاره اوکرایني عسکرو ته روزنه هم شامل ده.

د فنلنډ د حکومت تر دغه اعلان یوه ورځ مخکې د هسپانیا حکومت وویل چې اوکراین ته به «لیوپارډ۲اې۴» ټانګونه ورکوي. دا ټانکونه په جرمني کې جوړ شوي دي.

د اوکراین مقاماتو له روسیې څخه سره په جګړې کې د خپلې وړتیا د زیاتولو لپاره له لویدیځ څخه د دغو ټانکونو غوښتنه کړې وه. جرمني د جګړې د لازیاتېدو د اندېښنې له کبله اوکراین ته د دغو ټانکونو د استولو په اړه مقاومت کړی خو خپلو ایتلافیانو ته، چې دا ټانګونه لري، ویلي چې کیف ته یې ورکول او نه ورکول د هغوی خپله پرېکړه ده.

مقامات وايي چې ممکن مسکو په اواکراین باندې د یرغل د یوه کال پوره کېدو له کبله ځینې سمبولیک بریدونه وکړي.

په همدې حال کې د بریتانیا د دفاع وزارت ویلي چې قوي احتمال شته چې د روسیې ځواکونه د دونیتسک د «وهلیدر» په سیمې باندې د بریدونو لپاره چمتوالی نیسي. د روسیې ځواکونو د ۲۰۲۲ د فبرورۍ په میاشت کې په دې سیمې باندې بریدونه کړي وو«خو ناکام شول او ډېر زیان یې» وګاله.

د بریتانیا د دفاع وزارت وايي چې د اوکراین په جګړې د روسي ځواکونو قومندان د ملتپالو روسانو له لوري تر سخت انتقاد لاندې دی چې ولې تېر ځل په برید کې ناکام شو.