ټرمپ: د 'اور او غوسې' د کتاب لیکوال درواغجن دی

د "اور او غوسې" کتاب

د امریکا جمهور رئیس دونالډ ټرمپ وروسته له هغې پر رسنیو سختې نیوکې وکړې چې په یو تازه خپور شوي کتاب کې د هغه د جمهوري ریاست د لومړي کال دوره گډه وډه بلل شوې ده.

د "اور او غوسې" په نوم دغه کتاب چې مایکل وولف لیکلی او د جمعې په ورځ بازار وړاندې شوی ښاغلی ټرمپ یې په کې ماشوم صفته شخص یاد کړی چې د لیکوال په وینا رواني درملنې ته اړتیا لري.

جمهور رئیس ټرمپ د کتاب له خپریدو وروسته پرون د جمعې په ورځ ناوخته په خپل ټوټیر کې ولیکل چې د کتاب لیکوال درواغجن دی.

ښاغلي ټرمپ دا هم ویلي چې لیکوال د خپل غیر واقعي کتاب د خرڅولو لپاره داستانونه جوړ کړي دي.

د "اور او غوسې" کتاب په یو پلورنځي کې

ښاغلي ټرمپ رسنۍ په دې تورنې کړې چې پر هغه باندې د برید کولو لپاره گویا له هرې وسیلې نه کار اخلي.

د اسوشیټډ پريس د خبري اژانس د سپینې ماڼۍ خبریال جنتن لیمیر چې د "اور او غوسې" د کتاب یوه کاپي یې دمخه ترلاسه کړې ده وایي ددې کتاب ځنې برخې د پوښتنې وړ دي.

خو د کتاب لیکوال مایکل وولف وایي چې دغه کتاب یې د ښاغلي ټرمپ د ادارې د شاوخوا ٢٠٠ نژدې کسانو سره د مرکو په بنسټ لیکلی دی.

یو شمیر خپلواکو منابعو ویلي چې د کتاب لیکوال میکل وولف د داسې لمسوونکو موادو په خپرولو شهرت لري چې بې اساسه ثابت شوي او د جنجال سبب شوي دي.

د واشنگټن یو تجربه کار خبریال مایک الن د جمعې په ورځ خبرداری ورکړ چې "د مایکل وولف د "اور او غوسې" د کتاب ځنې برخې شته چې غلطې، گډې وډې او یا غیر رسمي باوري خبرې دي چې باید نه وای خپرې شوې.

د ښاغلي ټرمپ مدافع وکیلانو لومړی هڅه وکړه چې ددغه کتاب د خپریدو مخه ونیسي، خو بریالي نشول.