لندن کې اور لګیدو پیښه کې د افغان سیکانو یوې کورنۍ پنځه غړي وژل شوي

د برېتانیا پلازمېنې لندن په هونزلو سیمه کې د دیوالي په شپه د نومبر ۱۲ (لړم ۲۱) په یو کور کې د اور لګېدو په پېښه کې د افغانستان د خوست ولایت د سیکانو د یوې کورنۍ پنځه غړي وژل شوي چې درې پکې ماشومان دي.

په پېښه کې د کورنۍ مشر ژوبل دی چې دا مهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

له امریکا غږ سره په خبرو کې د دې کورنۍ یو خپلوان بجن سینګ وویل، لاهم نه ده معلومه چې اور څنګه لګېدلی دی. نوموړی د ژوبل تن چې ارین کیشن نومېږي، له قوله وايي، کېدای شي د دیوالي په شپه د اورلوبې پر مهال د اور بڅرکۍ د ګیس میټر سره لګېدلی وي.

د لندن اوروژونکې ډلې مشر رسنیو ته ویلي چې د کور په لومړني پوړ کې د اور شدت ډېر زیات وو، او مړه شوي کسان یې هم په لومړي پوړ کې موندلي دي.

بجن سینګ امریکا غږ ته وویل: ”په پېښه کې د ارین کیشن مېرمن سیما، د دوی درې ماشومان او یوه بله مېرمن چې دوې میاشتې مخکې له خپل خاوند سره لندن ته راکډه شوي وو، د دیوالي په شپه د دوی کره مېلمانه وو، وژل شوي دي. د مېلمنې د خاوند مړی لاهم نه دی موندل شوی.

نوموړی زیاتوي چې د پېښې قرباني کورنۍ نږدې دوه کاله وړاندې له بلجیم څخه لندن ته راکډه شوي وه.

د لندن ډېرو رسنیو دغه پېښه یوه لویه غمیزه بللې ده. د ښاروالۍ پولیس رسنیو ته ویلي چې دمګړۍ نشي ویلای چې اور اورلوبې له امله لګېدلې دی، خو پلټنې روانې دي.

د نړۍ په لر او بر کې هندوان، سیکان، بداهایان او د جین مذهب منونکي د نومبر په ۱۲مه نېټه دیوالي نمانځي

د بریتانیا مرکز لندن په ساوتهال سیمه کې په ګڼ شمېر د افغانستان هندوان او سیکان میشت دي، هغوی هم سږکال په خپلو مندرونو او ګوردوارو کې له خپلو کورنیو سره یوځای دیوالي نمانځله.