لغمان کې د هاوان مرمۍ د یوې کورنۍ پنځه غړي وژلي

ارشیف

د لغمان سیمه‌ییز چارواکي وايي چې د دغه ولایت په الینګار ولسوالۍ کې د طالبانو د هاوان مرمۍ لګېدلو له امله د یوې کورنۍ پنځه غړي وژل شوي دي.

دغه مرمۍ تېر مازیګر ناوخته د الینګار ولسوالۍ خلیل اباد سیمه کې پر یو کور لګېدلې ده.

د لغمان د والي ویاند اسد الله دولتزی وایي: "د هاوان دغه مرمۍ چې د طالبانو لخوا ویشتل شوې د الینګار ولسوالۍ د توپاک او نورستان ولایت د نورګرام ولسوالۍ ترمنځ د خلیل اباد په سیمه کې په ولسي کورونو لګېدلې ده. د معلوماتو له مخې په دغه پېښه کې پنځه ولسي وګړي شهیدان او ۱۲ ټپیان شوي".

نوموړی وایي چې په وژل شویو او ټپیانو کې مېرمنې او ماشومان هم شامل دي.

د سیمې یو اوسېدونکی مجیب الرحمن وایي چې مرمۍ په کلي کې پر یو کور لګېدلې ده چې د یوې کورنۍ سړي، ښځې او ماشومان یې وژلي او ټپیان کړي دي.

د مجیب‌ الرحمن په وینا دا معلومه نه ده چې مرمۍ چا ویشتلې ده.

طالبانو تر اوسه ددغې پېښې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.