لبنان باندې د اسرائیل بریدونو ته غبرګونونه

د اسرائیل پوځ ویلي چې دوشنبه سپټمبر ۲۳ ( تلې دویمه) یې د لبنان په جنوب کې د حزب الله وسله والې ډلې چې ایران یې تر شا ولاړ دی، څه باندې ۱۳۰۰ اهداف ویشتي دي چې د لبنان عامې روغتیا وزارت معلوماتو له مخې پدې بریدونو کې لږ تر لږه ۴۹۲ تنه وژل شویدي.

اسرائیل ويلي چې پدې بریدونو کې یې د حزب الله ګڼ غړي وژلي دي خو د لبنان عامې روغتیا وزارت بیا ویلي چې په وژل شویو کې ۳۵ ماشومان هم شامل دي.

مصر چې د څو میاشتو راهیسې په غزې کې د جګړې پای ته رسولو لپاره د متحده ایالاتو او قطر سره په ګډه په خبرو کې منځګړتوب کوي، د دوشنبې په ورځ یې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا څخه غوښتي چې په لبنان کې د حزب الله او اسرائیل تر منځ شخړې کې دې مداخله وکړي.

مصر همدارنګه له عربي هیوادونو غوښتي چې پدې هکله عاجله غونډه وکړي.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن چې هیواد یې د اسرائیل "مهم متحد" او وسلو برابرونکی دی، ویلي چې د کړکیچ کمولو لپاره کار کوي تر څو خلک وکړی شي په خوندي توګه بیرته خپلو کورونو ته ستانه شي.

د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګان بیا ویلي چې سیمې ته اضافي ځواکونه استوي. پنټاګان وار د مخه په غزې کې د اسرائیل – حماس تر منځ جګړې پیل کیدو راهیسې منځني ختیځ ته زرګونه ځواکونه، جنګي جیټ الوتکې او نور وسایل لیږدولي دي.

امریکایي چارواکو د حزب الله په اهدافو د برید کولو لپاره لبنان ته د اسرائیل ځواکونو ننوتو سره مخالفت څرګند کړی او تر څنګ یې دا هم ویلي چې د کړکیچ کموالي لپاره "ریښتیني نظریات" وړاندې کوي.

دې امریکایي چارواکي چې د نوم نه ښودلو په شرط یې مطبوعاتو ته معلومات ورکول وویل چې دې نظریاتو په هکله به د خپلو متحدینو او شریکانو سره خبرې اترې وکړي.

په عین حال کې د ملکرو ملتونو عمومي منشي ویلي چې په لبنان کې د ملکیانو په ډیرې مرګ ژوبلې په "جدي توګه اندیښمن" دی.

د لبنان په جنوب کې د ملګرو ملتونو د سوله ساتنې ځواک هم خبرداری ورکړی چې پدې خطرناک وضعیت کې د کړکیچ ډیروالی به د سیمې لپاره "وسیع او تبا کوونکي" عواقب ولري.

د ترکیې حکومت بیا ویلي چې په لبنان کې د اسرائیل هوایي بریدونه ټوله سیمه ګډوډۍ ته ورټیل وهي او اردن چې د امریکا یو نږدې متحد دی، په سمدستي توګه یې د شخړې بندیدل غوښتي او په اسرائیل یې تور پورې کړی چې پدا ډول کړنو سره په سیمې کې د پراخې جګړې پیدا کیدو سبب کیږي.


د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې د نړیوالې ټولنې څخه د مداخلې غوښتنه کړې. په اعلامیې کې د ملګرو ملتونو، امنیت شورا، نړیوالې ټولنې او هغو ادارو څخه چې د نړیوالې سولې او خوندیتوب ساتلو مسؤلیت لري، غږ شوی چې د ځنډ پرته لازم اقدامات وکړي.

په اعلامیې کې راغلي، " هیوادونه چې بې قیدوشرطه د اسرائیل ملاتړ کوي، د (صدراعظم بنیامین نیتنیاهو ) سره مرسته کوي چې د خپل سیاسي ګټو لپاره وینې توی کړي".

ټاکل شوې چې د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان د سه شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته وینا وکړي او تمه کیږي چې د غزې په هکله به هم خبرې وکړي.

په همدې حال کې د ایران جمهور رئیس مسعود پزشکیان چې هیواد یې پدې تورن دی چې د حزب الله، حماس او نورو وسله والو ډلو ملاتړ کوي، په اسرائیل تور لګولی چې په سیمې کې د پراخې شخړې پیدا کیدل غواړي.

د اروپایي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوسیپ بوریل هم د دوشنبې په ورځ ویلي چې د اسرائیل – حزب الله تر منځ د کړکیچ ډیروالی په منځني ختیځ کې د پراخې جګړې پیل کیدو خطر سره مخ کوي.

ښاغلي بوریل د ملګرو ملتونو یوې غونډې کې وویل چې بشپړه جګړه تقریباً پیل شوې.