د لاس رسي وړ اتصالات

په لبنان باندې د اسرائیل په بریدونو کې سلګونه کسان وژل شوي او ژوبل شوي


د لبنان د عامې روغتیا وزارت وايي چې اسرائیل د دغه هېواد په کلیو او بانډو باندې هوايي بریدونه کړي دي چې لږ تر لږه ۴۹۰کسان پکې وژل شوي او حد اقل ۷۲۷ نور ژوبل دي.

دا بریدونه نن دوشنبه سپتمبر ۲۳ (تلې دویمه) شوي دي. د لبنان چارواکي وايي په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شته.

د اسرائیل پوځ ویاند ډانیال هاګاري وايي د لبنان په جنوب کې یې د حزب الله، چې ایران یې ملاتړی دی، په ۸۰۰ مرکزونو هوايي بریدونه کړي.

د پوځ ویاند زیاته کړه چې حزب الله په ملکي سیمو کې توغندي، بې پیلوټه الوتکې او نورې وسلې ځای پر ځای کوي او له همدې کبله اسرائیل د لبنان له اتباعو غواړي له هغو سیمو ووځي چیرې چې د حزب الله وسله وال موجود دي.

د حماس ډلې، چې د حزب الله نژدې ملګرې ده، په لبنان باندې د اسرائیل بریدونه غندلي دي. حماس په یوې اعلامیې کې ویلي دي: «موږ د اسلامي مقاومت په محور کې تائیدوو چې دا پراخ بریدونه وحشیانه او جنګي جنایات دي.»

په منځني ختيځ کې، هغه ډلې چې د ایران له ملاتړه برخمنې دي او په ورستیو لسیزو کې فعالې شوي، په سیمه کې د اسرائیل او امریکا په ضد ځانونه «د مقاومت محور» ګڼي.

د ایرن ولسمشر مسعود پزشکیان، چې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې لپاره په نیویارک کې دی، دا بریدونه غندلي او ویلي دي چې اسرائیل په سیمې کې د جګړې د پراخېدو په لټه کې دی چې د هېچا په ګټه نه ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم د اسرائیل د دغو بریدونو د «خطرناکو» عواقبو په اړه خبرداری ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو سوله ساتو ځواکونو، چې د اسرائیل او لبنان په سرحد کي دېره دي، په یوې اعلامیې کې خبرداری ورکړی چې د تاوتریخوالي زیاتېدل به د سمیې لپاره «بحران زېږوونکي» عواقب ولري.

د حزب الله ډلې ویلي دي چې د اسرائیل د هوايي بریدونو په ځواب کې د اسرائیل د پوځ ځینې اهداف په توغندیو وېشتلي دي.

تر دې مخکې د حزب الله مرستیال نعیم قسیم ویلي وو چې دې ډلې د اسرائیل په ضد د جګړې دویم پړاو پیل کړی چې په خبره یې له اسرائیل سره «د حساب د تصفیې نا پایه جګړه» ده.

په همدې حال کې متحدو ایالتونو له اسرائیل او حزب الله څخه غوښتي دي چې له زغم څخه کار واخلي او د جګړې د زیاتېدو او پراخېدو څخه ډډه وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG