روسیې ته د جي- ۷ هیوادونو ټینګار: د امریکا له خوا وړاندیز شوی اوربند ومنئ یا درباندې نور بندیزونه لګول کیږي

د نړۍ د اوو سترو اقتصاد لرونکو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له روسیې غوښتي چې په اوکراین کې د جګړې پای ته رسیدو لپاره د متحده ایالاتو لخوا د اوربند وړاندیز شوې طرحه ومني او که نه د اضافي بندیزونو امکان سره به مخ شي.

دې وزیرانو په کاناډا کې تر ملاقات وروسته په ګډې اعلامیې کې له روسیې غوښتي چې د "برابرو شرایطو" پر اساس په اوربند موافقه وکړي او په بشپړه توګه یې تطبیق کړي.

په اعلامیې کې راغلي، "مونږ پدې صورت کې چې که روسیه په اوربند موافقه ونکړي، د اضافي بندیزونو په لګولو مو بحث وکړ. د تیلو په نرخونو حد ټاکل، د اوکراین سره اضافي مرستې او نورې لارې چارې".

پدې غونډې کې د بریتانیې، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان او متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیرانو برخه اخیستې وه.

سره لدې چې پدې تیرو څو اوونیو کې یو څو داسې پیښې وشوې چې انګیرل کیده د اوکراین سره د متحده ایالاتو ملاتړ کم شوی یا ښایي کم شي خو د جې -۷ هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډې اعلامیې کې د کیف سره د ټینګ ملاتړ ژمنه شوې چې وکړی شي د خپلې حاکمیت ، د پایښت حق، آزادۍ، خودمختارۍ او خپلواکۍ دفاع وکړی شي.

د اوکراین سره داسې مهال د دې ملاتړ خبره کیږي چې ها خوا روسیې ویلي د اوکراین سره د اوربند موافقې لپاره لا ډیر کار پاتې دی او داسې نښې یې څرګندې کړي چې ترې معلومیږي دا هیواد تر دې دمه داوکراین سره د اوربند لپاره چمتو ندی.

که له یوې خوا په روسیه کې چارواکي وایي د متحده ایالاتو ځانګړي استازي سټیف ویټکوف سره په ملاقات کې د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین تازه معلومات ورکړي تر څو جمهور رئیس ټرمپ ته ورسول شي خو د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د جمعې په ورځ په خبري کنفرانس کې وویل چې د ویټکوف تر ملاقات وروسته به امریکایي چارواکي سره جرګه شي چې د روسیې په دریځ او راتلونکو ګامونو باندې وغږیږي.

په عین حال کې د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې مالي جولي د جمعې په ورځ د جي-۷ هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډې کې وویل چې په اوکراین کې د اوربند لپاره د جې – ۷ ټول هیوادونه موافق دي او دیته په تمه دي چې مسکو څه ډول غبرګون ښیي.

میرمن جولې وویل چې تر دې وروسته پریکړه د روسیې په لاس کې ده چې د اوکراین په هکله څه ډول نظر لري.

ها خوا بیا د بریتانیې د بهرنیو چارو وزیر ډیوډ لامې وویل چې د هر ډول قید او شرط پرته د اوربند وخت رارسیدلی. ښاغلي لامې زیاته کړه چې اوکراین د اوربند لپاره خپل دریځ څرګند کړی او روسیه یې باید ومني.