د متحده ایالاتو او اوکراین چارواکو د سه شنبې په ورځ، مارچ ۱۱ (کب ۲۱)، په سعودي عربستان کې مذاکرات پیل کړل او ټاکل شوې چې په دې خبرو کې د اوکراین لوری د روسیې سره د اوربند یو پلان وړاندې کړي.
د اوربند لپاره د اوکراین په پلان کې د تور سمندرګي سیمه او د اوږد واټن توغندیو بندول شامل دي.
د سعودي عربستان په جده کې په پیل شویو خبرو کې د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي برخه نه لري. په دغو مذاکراتو کې د هغه د دفتر رئیس اندرې یرمک، د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر اندرې سیبیا، د دفاع وزیر رستم عمروف او پوځي قومندان پاولو پلیسا برخه لري.
ددغو مذاکراتو په درشل کې زیلینسکي په ایکس شبکه کې په یو پوسټ کې لیکلي چې اوکراین "د عملي پایلو" په تمه دی.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د ملي امنیت سلاکار مایک والټز د امریکايي پلاوي مشري کوي. د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په اوکراین کې د جګړې د ژر تر ژره پای ته رسولو غوښتنه کړې چې د ۲۰۲۲ کال په فبروري کې د روسیې د یرغل راهیسې پیل شوې ده.
روبیو د دوشنبې په ورځ وویل چې متحده ایالات پر اوکراین د مرستو د بندولو د حل تمه لري. هغه زیاته کړه چې امریکا غواړي له اوکراین څخه واوري او پوه شي چې کیف له مسکو سره د اوربند په خبرو کې له څه څخه تیریږي.
روبیو جدي ته په لار په یوه پوځي الوتکه کې خبریالانو ته وویل: "اوکراین همدا اوس ټول دفاعي استخباراتي معلومات ترلاسه کوي. فکر کوم په مرستو کې ځنډ راتلل هغه څه دي چې موږ یې د حل کېدو تمه لرو. یقینا، او سبانۍ خبرې په دې برخه کې حیاتي رول لري."
روبیو زیاته کړه: "داسې نده چې موږ به په یوه کوټه کې ناست یو او پر نقشه به لیکې راکاږو، بلکې غواړو یو عمومي درک ترلاسه کړو چې دوی [اوکراین] ته څه شونې دي چې ورڅخه تیر شي." هغه ټینګار وکړ چې جګړه پوځي حل نلري او دواړه خواوې، اوکراین او روسیه، باید "سخت زیار" وباسي.
د دوشنبې په ورځ ناوخته روبیو په جده کې د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان سره وکتل. محمد بن سلمان د دوشنبې د ورځې په پیل کې په پایتخت ریاض کې د زیلینسکي سره هم کتلي وو.
د اوکراین د معدنونو تړون
ټرمپ اوکراین ته د دوامدارو پوځي مرستو ورکول ددې سره تړلي چې متحده ایالات د اوکراین معدنونو ته لاسرسی ومومي.
د نیکل او لیتیم په شمول لسګونه ډوله معدني مواد او منرالونه د متحده ایالاتو اقتصاد او ملي دفاع لپاره مهم ګڼل شوي دي. اوکراین د لیتیم، یورانیم او ټایټینیم ستر معدنونه لري.
خو روبیو ویلي چې په جده کې د سه شنبې د خبرو اصلي ټکی د اوکراین د معدنونو تړون دی. هغه خبریالانو ته وویل: "په ډیرو نورو جزیاتو کار کیږي او دا مهال به موږ د پوهاوي یو سند نهايي کړو د یو مشخص تړون لپاره چې هغه ښايي یو څه ډیر وخت ونیسي."
روبیو زیاته کړه: "د سبا د خبرو په اړه باید یوازې په دې اساس قضاوت ونه شي چې د معدنونو تړون په کې نه کیږي. دا مسئله مهمه ده خو د خبرو د عمده اجنډا برخه نه ده."
روبیو همدارنګه د بریتانیا او فرانسې څخه مننه وکړه چې د اوکراین سره په خبرو کې یې رغنده رول لوبولی دی. هغه امریکا غږ ته وویل چې له جګړې وروسته د اوکراین په امنیت او بیارغونه کې د چین د رول لرلو په اړه خبرې نه دي شوي.
دا د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د دندې پیل کولو راهیسې سعودي عربستان ته د روبیو دوهم سفر دی. هغه او نور لوړپوړو امریکايي چارواکو د فبروي په ۱۸مه په ریاض کې د روسیې له مقاماتو سره خبرې وکړې.
ټاکل شوې چې روبیو د چهارشنبې په ورځ د جي-۷ هېوادونو په غونډې کې د ګډون لپاره کاناډا ته سفر وکړي.
ددې راپور ځینې معلومات د رویټرز، اسوشیتد پرس او فرانس پرس اژانسونو څخه اخیستل شوي.
فورم \ دبحث خونه