د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي پلاوی مسکو ته ولاړ؛ ټرمپ: هیله لرم روسیه په اوربند توافق وکړي


امریکايي چارواکي‌ هیله لري‌چې مسکو له قید او شرط پرته توافق وکړي
امریکايي چارواکي‌ هیله لري‌چې مسکو له قید او شرط پرته توافق وکړي

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ مارچ ۱۲ (کب۲۲) هیله څرګنده کړه امریکایي مذاکره کوونکي، چې مسکو ته ځي، د اوکراین د جګړې ختمېدو لپاره د روسیې هوکړه ترلاسه کړي.

ټرمپ د ایرلنډ صدراعظم مایکل مارتن سره په سپینې ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: «دا اوس چې موږ خبرې کوو، خلک (امریکايي پلاوی) مسکو ته ځي. هیله لرم له مسکو څخه اوربند (تړون) لاس ته راوړو.»

امریکایي مقاماتو ویلي دي چې متحده ایالتونه غواړي روسیه له قید او شرط پرته د جګړې په بندولو هوکړه وکړي. مسکو ویلي دي د هغه ۳۰ ورځني اوربند د وړاندیز جزیاتو ته منتظر دی چې اوکراین پرې توافق کړی دی.

د سه شنبې په ورځ د سعودي‌عربستان د جدي په ښار کې د امریکایي او اوکرایني پلاویو په مذاکراتو کې کیف په ۳۰ ورځني اوربند توافق وکړ.

کرملین د جګړې بندولو په اړه هېڅ ډول توافق ته اشاره نه ده کړې او د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د روانې میاشتې په سر کې وویل چې مسکو ته موقت اوربند د منلو نه دی.

واشنګټن ویلي دي که د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د جګړې ختمولو تړون رد کړي، واشنګټن به «قوي» ځواب ووايي. ټرمپ په داسې صورت کې د «ویجاړوونکو» بندیزونو په اړه خبرداری ورکړ او زیاته یې کړه: «هیله لرم دې کار ته ضرورت پیدا نه شي.»

ټرمپ وویل: «زه له مالي پلوه ځينې کارونه کولای شم چې روسیې ته به ډېر بد عواقب ولري. [خو] نه غواړم دا کارونه وکړم، ځکه چې غواړم سولې ته ورسېږم.»

سپينې ماڼۍ ویلي دي چې د منځني ختیځ لپاره د متحدو ایالتونو استازی، چې د غزې او اوکراین په جګړې کې منځګړی دی، په روانې اونۍ کې به مسکو ته ولاړ شي.

د امریکا ولسمشر همدغه راز ویلي دي که جګړه بنده شي، د «وینې دا ډاروونکی حمام» به ۸۰ په سلو کې بند شي.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، چې د جي-۷ هېوادونو په غونډې کې د ګډون لپاره کاناډا ته روان و، وویل چې واشنګټن د روسیې له قید او شرط پرته توافق غواړي.

هغه وویل: «که د (روسیې) ځواب نه وي، دا به ډېر د تاسف وړ وي‌ او د هغوی نیت به څرګند کړي.»

په همدې حال کې د روسیې رسنیو راپور ورکړی دی چې څو کاله وروسته د امریکا او روسیې د استخباراتو مشرانو په تیلیفون کې خبرې کړي دي.

ټاکل شوې چې د ناټو عمومي منشي مارک روټه د پنجشنبې په ورځ په سپینې ماڼۍ کې له ولسمشر ټرمپ سره وویني‌ او ټول بحثونه به د اوکراین د سولې په مسئلې باندې ورټول وي.

په دغه راپور کې د فرانس پرس اژانس له معلوماتو څخه استفاده شوې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG