غني‌ او عبدالله سیاسي تړون لاسلیک کړ

نوموړي زیاته کړې چې د هغه د ټېم غړي به په کابینه کې مشارکت ولري

د افغانستان جمهوري ریاست وایي‌ چې ولسمشر محمد اشرف غني او پخواني اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ترمنځ سیاسي توافقنامه لاسلیک شوه.

د ولسمشر غني ویاند صدیقي صدیقي وايي چې د یادې توافقنامې پر بنسټ به ډاکټر عبدالله عبدالله د ملي مصالحې شورا رئیس وي.

نوموړي زیاته کړې چې د هغه د ټېم غړي به په کابینه کې مشارکت ولري.

که څه هم لا د دغه تړون جزیات په رسمي ‌ډول نه دي خپاره شوي،‌ خو ځینو رسنیو ویلي دي چې په تړون کې په کابینې کې ښاغلي عبدالله ته ۵۰فیصده برخه او د سولې د مصالحي د عالي شورا مشري‌ ورکړل شوې او همدغه راز عبدالرشید دوستم ته د مارشالې رتبه هم منل شوې ده.

د دوی ترمنځ اختلافات له هغه وروسته پیدا شول چې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون محمد اشرف غني د ۲۰۱۹ کال د ولسمشریزو ټاکنو ګټونکی اعلان کړ او عبدالله عبدالله خپل موازي حکومت اعلان کړ.

په ۲۰۱۴ کې هم د جمهوري ریاست د ټاکنو پایلې لانجمنې شوې چې بلاخره د امریکا د هغه مهال د بهرنیو چارو د وزیر جان کیري په منځګړتوب د ملي یوالي حکومت جوړ شو چې محمد اشرف غني یې ولسمشر او عبدالله عبدالله یې اجرايي‌ رئیس شو.