غني د طالبانو نیت "شوم" او د هغوی برید "وحشیانه" وگاڼه

د افغانستان جمهور رئیس اشرف غني

په کابل کې د طالبانو د ځانمرگي برید او د افغان امنیتي او دفاعي قواو سره د وسله والې نښتې وروسته چې د ماشومانو او ښځو په گډون د څلورو تنو د وژل کیدو او د ٨۴ تنو د ټپي کیدو سبب شول د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني طالبان "د افغانستان د ارامۍ او پرمختیا دښمنان" وبلل.

د افغانستان د جمهوري ریاست د یوې اعلامیې په خپرولو سره همداشان د کابل نننی برید "تروریستي" گڼلی دی.

د افغانستان جمهور رئیس ویلي: "د افغانستان حکومت د سولې د مشورتي لوی جرگې د پریکړو په بنسټ د سولې بهیر پر مخ بیایي، خو طالبانو یو ځل بیا ددغه وحشیانه حملې په کولو سره د جگړې د دوام او د ملکي وگړو د وژلو لپاره خپل کړغیړن نیت په ډاگه کړ."

ښاغلي غني زیاته کړه چې "شومو اهدافو ته د رسیدلو لپاره" د "تروریستي ډلو" هڅې ځای نه نیسي.

طالبانو د کابل د ننني برید مسؤلیت منلی، دغه برید د پنځو ترهگرو په وژل کیدو پای ته ورسید.

دغه برید پداسې حال کې وشو چې د بین الافغاني مذاکراتو د پیل کیدو لپاره هیلې زیاتې شوې دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پرون د جون په ٣٠ (چنگاښ ٩) وویل چې دغه بین الافغاني مذاکرات د جرمني په منځگړیتوب "په نژدې ورځو کې" پیل کیږي.

خو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په خپل ټویټر د افغانستان د حکومت سره مذاکرات رد کړي دي.

هغه لیکلي دي: "کله چې د نړیوالو شاهدانو په شتون کې د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهال ویش اعلان شي د افغان اړخونو سره به مذاکرات پیل شي، خو د کابل له ادارې سره به د حکومت په حیث مذاکره ونشي".

خو د افغانستان حکومت وایي چې طالبان د افغان حکومت سره د مستقیمو مذاکراتو پرته بل انتخاب نلري.

د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي د امریکا غږ ته وویل: "سولې ته د رسیدلو او په ټپه دریدلي حالت د لرې کولو لپاره یواځنۍ لار داده چې د طالبانو ډله د افغانستان د حکومت سره مستقیمه مذاکره وکړي. له دې پرته مخالفین بله لار نلري."

هغه زیاته کړه چې د اساسي قانون په رڼا کې د سولې تامین او د افغانستان د خلکو ساتل د هیواد د"مشروع" حکومت له غوښتنو څخه دي.

له بلې خوا طالبانو او متحده ایالاتو ویلي دي چې د سولې د وروستۍ مسودې لپاره به په وروستیو مذاکراتو کې "جدي هڅې" وکړي.