غني روسیې ته: افغانستان د سیمې او نړۍ امنیت لپاره قرباني ورکړې ده

ولسمشر محمد اشرف غني

ولسمشر محمد اشرف غني د داعش پر وړاندې د افغانستان او ددې هیواد د خلکو مبارزه استثنایي ګڼلې او ویلي یې دي چې افغانانو د سیمې او نړۍ د امنیت لپاره زیاته قرباني ورکړې ده.

ښاغلي غني د دوشنبې په ورځ اګست ۱۷مه (زمري ۲۷مه) په افغانستان کې د فدراتیف روسیې له سفیر دمیتري ژیرنوف سره د لیدنې په مهال ویلي چې د داعش ډلې پر ضد د افغان حکومت اقدامات هر اړخیز او له لاسته راوړنو څخه ډک وو.

ولسمشر غني پدغه لیدنه کې ویلي چې افغانستان او روسیه د تروریزم سره د مبارزې په برخه کې ګډ لید لوری لري او زیاته کړې یې ده چې افغان حکومت د مرکزي اسیا اړوند وسله والو پر ضد جدي اقدامات کوي.

ښاغلي غني همدارنګه نشه يي توکي د دواړو هیوادونو او سیمې لپاره جدي ګواښ بللی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست روان کال په دغه هیواد کې د داعش د خراسان څانګې د مشر عبدالله اورګزي چې په اسلم فاروقي مشهور دی د نیول کېدو خبر ورکړ.

ملي امنیت همدارنګه زیاته کړې وه چې له نوموړي سره یې د داعش ډلې ۱۹ نور کورني او بهرني غړي هم نیولي دي.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست تیره غويي میاشت هم خبر ورکړ چې د جنوبي‌ او لېرې ختیځې آسیا لپاره یې د داعش د خراسان ډلې مشر نیولی دی.

په اعلامیې کې دا هم ویل شوي دي چې له (ابو عمرالخراساني) سره یې په جنوبي ‌آسیا کې د داعش ډلې د عامه اړیکو مشر (صهیب) او د استخباراتو مسول (ابو علي) یې هم نیولي دي.

د داعش خراسان ډلې په افغانستان کې پر ملکي وګړو په ځانګړې توګه د اقلیتونو په وړاندې د یو شمیر خونړیو بریدونو مسولیت منلی دی.

د دغه ډلې وروستی برید د ننګرهار ولایت پر مرکزي زندان و چې د چارواکو په وینا لسګونه کسان پکې مړه او ټپیان شول.