د لاس رسي وړ اتصالات

د داعش د خراسان څانګې د استخباراتو مشر په افغانستان کې وژل شوی


د افغانستان د ملي امنیت ریاست د داعش د خراسان ډلې مشر ضیاالرحمان چې په اسدالله اورکزي هم مشهور و د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

له دغه ریاست څخه په یو خپور شوي بیان کې راغلي چې نوموړی د پاکستان د اورکزيو د ایجنسۍ اصلي اوسیدونکی و او په یو لړ پيچلو عملیات کې وژل شوی دی.

د افغانستان د استخباراتو ریاست ویلي اورکزی د داعش د خراسان د څانګې د استخباراتو عمومي مشر و چې په "بې‌رحمانه" ډول د دغې ډلې د مخالفینو د وژلو له امله په "داعشي قصاب" مشهور و.

دغه ریاست همداشان ویلي چې اسدالله اورکزی د سیمې له یو هېواد سره د داعش ډلې د اړیکو مسول هم و، خو په بیان کې د کوم هېواد د نوم نه دی اخیستل شوی.

د ملي امنیت ریاست د نوموړي د وژل کېدو د ځای او وخت په تړاو هم څه نه دي ویلي.

خو د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي امریکا غږ ته وویل چې اورکزی د ملي امنیت ځواکونو له خوا تېر ماښام د اګست په لومړۍ (زمري ۱۱) شاوخوا شپږ بجې د جلال اباد ښار د مولوي خالص فامیلو په سيمه کې وژل شوی دی.

د ښاغلي خوږیاڼي پر وینا دغه عملیات د اورکزي د وژل کېدو لپاره شوي و.

نوموړي زیاته کړه چې اسدالله اورکزی د داعش د رهبرۍ او مهمو غړو څخه و.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست له دې وړاندې د روان میلادي کال د اپریل په څلورمه (وري ۱۶) د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د داعش د خراسان څانګې مشر عبدالله اورکزی چې په اسلم فاروقي مشهور دی له ۱۹ ملګرو سره په افغانستان کې ونیو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له افغان حکومت څخه وغوښتل چې اسلم فاروقي د پاکستان پر ضد فعالیتونو کې تورن دی او له افغانستان څخه یې وغوښتل چې نوموړی اسلام‌اباد ته وسپاري.

افغان حکومت د پاکستان دا غوښتنه و نه منله.

XS
SM
MD
LG