د غزني ده یک ولسوالۍ مو له طالبانو بېرته ونیوله- دفاع وزارت

تصویر: ارشیف

د افغانستان د دفاع وزارت وايي د غزني ولایت د ده یک ولسوالي یې له طالبانو پاکه کړه.

افغان مقامات وايي دغه ولسوالي دوه کاله د طالبانو سره وه. د دفاع وزارت اعلامیه وايي چې طالبانو یو شمېر ملکیان هم په دغې ولسوالۍ کې یرغمل کړي او د سپر په توګه یې کارول چې له کبله یې افغان امنیتي ځواکونو د ولسوالۍ د نیولو لپاره په عملیاتو کې احتیاط کاوه.

اعلامیه زیاتوي چې افغان ځواکونو د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې طالبان له دغې ولسوالۍ څخه شړلي او ولسوالي یې بېرته نیولې ده.

خو دا ندي ویل شوي چې د ولسوالۍ د جګړې په نیولو کې څومره مرګ ژوبل اوښتې ده.

طالبانو لا تر اوسه څه نه دي ويلي. د غزني یو شمېر سیمې نا امنه بلل کیږي او طالبان په کې فعال دي. څو میاشتې مخکې طالب وسله والو د غزني ښار د نیولو لپاره لوی عملیات وکړل چې افغان ځواکونو وځپل.